کورپاڼه / هنر او کلتور / اريان خان: هېڅ مذهب له انسانيت څخه لوړ نه دى
اميتاب بچن او اريان خان

اريان خان: هېڅ مذهب له انسانيت څخه لوړ نه دى

مشهور افغان هنرمند اريان خان وايي، چې هېڅ مذهب له انسانيت څخه لوړ نه دى او څوک نه پوهېږي چې الله له چا څخه راضي دى.

اريان خان چې په ټولنيزو رسنيو کې هم ډېر فعاله وي، په خپله فېسبوکپاڼه کې ځينې خپل او د هندي سينما د مشهور هنرمند اميتاب بچن عکسونه خپاره کړي دي.

په دې عکسونو کې اريان خان او اميتاب بچن دعا کوي، همدا راز په يو عکس کې بيا اميتاب بچن پوجا هم کوي.

اريان له دې عکسونو سره ليکلي دي، چې څوک نه پوهېږي چې الله له چا څخه راضي دى، د يو بل لپاره دعا وکړئ، د ټول بشريت لپاره دعا وکړئ.

نوموړى همدا راز ليکي، هېڅ مذهب له انسانيت څخه لوړ نه دى.

اريان خان وايي: ((هنر هېڅ سرحد پوله نه لري او اميتاب بچن د باليووډ امپراتور دى، چې د ټولې نړۍ څخه بې شمېره مينه وال لري او ما له وړوکوالي د اميتاب بچن سره مينه لرله، ما چې به د اميتاب سترګو ته وکتل نو دا الهام به يې راکولو چې همدا زما ايډيال دى.))

اريان خان د خپل پوسټ په پاى کې ليکي: ((او تېره شپه ما هغه په خوب کې وليدله، خدايه زما خوب ښه راوباسي.))

د يادولو وړ ده چې د هندي سينما دا مخکښ او نوموتى هنرمند اميتاب بچن د کورونا ويروس ناروغۍ له امله د ممبۍ ښار په يو روغتون کې بستر دى، د هغه زوى ابيشيک بچن، نږور ايشوريه راى بچن او لمسۍ اراديا بچن هم کورونا ويروس نيولي دي او ټول په روغتون کې بستر دي.

اميتاب بچن چې په ټولنيزو رسنيو کې هم ډېر فعال دى، وخت په وخت له خپلو مينه والو سره هر څه شريکوي. نوموړي تېره ورځ دوه عکسونه خپاره کړي و، چې په يو کې دعا کوي او بل کې پوجا، هغه ليکلي و چې مذهب په همدې دوه لاسونو پورې تړلى دى، که دې کلک ونيول، نو پوجا ده او که دې خلاص ونيول نو، دعا ده.

اميتاب بچن له ټولو غوښتنه کړې وه، چې له يو بل سره په دې وخت کې مرسته وکړي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سنجو

د رنبير کپور کليزه؛ د هغه د کيرير ٥ غوره فلمونه

رنبير کپور د هندي سينما يو مخکښ هنرمند دى، چې د خپل فلمي ژوند په …