کورپاڼه / بېلا بېل / د ترکيې په ايا صوفيه جومات کې به نن ٨٦ کاله وروسته د جمعې لمونځ وشي، اردوغان هم پکې ګډون کوي
ايا صوفيه

د ترکيې په ايا صوفيه جومات کې به نن ٨٦ کاله وروسته د جمعې لمونځ وشي، اردوغان هم پکې ګډون کوي

د ترکيې هېواد د استانبول مشهور جومات ايا صوفيه کې به نن د جمعې په ورځ د جمعې لمونځ په ګډه ترسره شي، چې په دې کې به د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په ګډون لوړپوړي چارواکي هم ګډون وکړي.

د ترکيې حکومت د ايا صوفيه جومات په تړاو يوه ويډيو هم خپره کړې ده، چې د نړۍ بېلا بېلو کسانو پکې د دغه جومات لپاره شعرونه ويلي دي.

دغه ويډيو اردوغان هم په ټويټر کې خپره کړې ده، چې ورسره يې ليکلي دي، چې ايا صوفيه هواګانې دې ستا په منارونو په ازادۍ چلېږي، ته له ازل نه زموږ وې او موږ ستا.

ايا صوفيه ١

په دغه ويډيو کې د بوسنيا، البانيا، ازربايجان، کرد، سواحلي، عربي، بنګالي او ترکي ژبې هنرمندانو د دغه جومات لپاره شعرونه ويلي دي.

د يادولو وړ ده چې د جولاى په لسمه نېټه د ترکيې سترې محکمې په يوه پرېکړه کې اعلان وکړ، چې ايا صوفيه دې په جومات بدل شي.

ايا صوفيه چې يو لرغونى تعمير دى، له تېرو ٨٦ کلونو راهيسې ترې د ميوزيم په توګه ګټه اخيستل کېده. ويل کېږي چې دا تعمير په لومړي ځل د کليسا لپاره جوړ شوى و، چې وروسته بيا په جومات بدل شو، بيا په ميوزيم بدل شو او اوس يو ځل بيا په جومات بدل شو.

د ايا صوفيه د جومات جوړولو لپاره ټول کارونه بشپړ شوي دي، چې څو ورځې وړاندې اردوغان ترې په خپله ليدنه کړې وه.

رجب طيب اردوغان په خپلو خبرو کې ويلي و، چې په دې تعمير کې چې د عيسايانو کومې نښې دي، هغه به د لمانځه پر مهال په مناسبه طريقه پټول کېږي، خو که څوک يې ليدنې ته ورځي، نو هغوى به يې ننداره کولى شي.

د ترکيې ولسمشر وياند رسنيو ته ويلي و، چې دا تعمير به اوس هم د ټولو دينونو منونکو لپاره خلاص وي او له مسلمانانو پرته نور خلک هم کولاى شي چې ليدنې ته يې ورشي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

د ټرمپ مينه وال

هغه هندى ومړ، چې د ډونالډ ټرمپ عبادت يې کاوه

د هند هغه اوسېدونکى ومړ، چې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ عبادت به يې …