د هند مشهور سندرغاړى عدنان سميع هغه خلکو ته، چې وايي نوموړى ويجيټيرين خواړه نه خوري، په خپل يو پوسټ کې ليکلي دي، چې دا غلطه خبره ده او هغه له ويجيټيرين خواړو سره ډېره مينه لري.
په نړۍ کې دوه ډوله خلک دي، يو هغه چې غوښې خوري او بل هغه ډول دي چې هغوى يوازې ترکاري يا سبزي خوري، هغوى ويجيټرين دى او وايي چې د هېڅ ډول ژوندي موجود غوښه بايد ونه خوړل شي.
د هند مشهور سندرغاړى عدنان سميع، چې اصلا د افغانستان دى، په خپل ټويټر کې په يو پوسټ کې ليکلي دي، چې ډېرى خلک فکر کوي چې زه ويجيټيرين خواړه نه خورم، نو دوى په غلطه دي، ځکه زه له ويجيټيرين خواړو سره هم مينه لرم.
نوموړى همدا راز د څلور ډوله خواړو عکسونه هم خپاره کړي دي او ورسره يې ليکلي دي، چې نن يې په کور کې دا ويجيټيرين خواړه پخ شوي دي.
په دې خوړو کې اچار دال او پالک دي، همدا راز هغه ليکلي دي چې يو نان ويجيټيرين خواړه يې هم نن پاخه کړي دي چې هغه افغان خواړه دي او (شوله غوربندي) يعنې غوربندۍ شوله ده چې هغه يې له اچارو سره خوري.
Okay, so everyone who think that I don’t eat ‘vegetarian’ food, you are sooo wrong!! I love it too!! Here’s what I had today!! There’s Achari Daal, Palak & also a non vegetarian Afghan dish which is called ‘Shola-e-Ghorbandi’ with Achaar!!😉😋😋😋 pic.twitter.com/jkYtmLvbVl
— Adnan Sami (@AdnanSamiLive) July 23, 2020
عدنان سميع چې څو کلونه مخکې يې خپل پاکستانى تابعيت پرېښود او د هند تابعيت يې واخيست، په اصل کې د افغانستان اوسېدونکى دى او نيکونو يې دلته په لوړو چوکيو کار هم کړى دى، دوى ډېر پخوا ناوېشلي هند ته تللي و، چې هماغلته پاتې شو.
عدنان سميع څه وخت مخکې په لومړي ځل پښتو او دري سندرې هم وويلې، چې سرليک يې (بيا بيا يادېږي) و او دا سندرې يې خلکو ډېرې زياتې خوښې کړې.
نوموړي په خپله يوه مرکه کې دا هم ويلي و، چې د هغه ډېر ارمان دى چې ټول افغانستان کې وګرځي او په ځانګړې توګه کابل او هرات وويني.