کورپاڼه / روغتيا / له واده وروسته اکثريت خلک ولې چاغېږي؟
واده

له واده وروسته اکثريت خلک ولې چاغېږي؟

ايا تاسې کله په دې اړه فکر کړى دى، چې له واده وروسته زياتره خلک چاغېږي؟ که ځواب مو په هو کې وي، نو حېرانېږئ مه، د يو بريالي واده او د بدن د چاغوالي ترمنځ نږدې اړيکه شته دى.

دا ادعا په يوې نوې روغتيايي څېړنه کې شوې ده.

د امريکا په کيرولاينا کې په ٨ زره واده شويو جوړو باندې يوه څېړنه شوې ده چې د هغوى د بدن د چاغښت جايزه پکې اخيستل شوې ده، له دغې څېړنې وروسته معلومه شوه چې هغه ښځې چې ودونه وکړي، د واده په پنځه يا شپږ کلونو کې يې په اوسط ډول ٥ کلو وزن زياتېږي.

په څېړنه کې ويل شوي دي، چې د نارينه و وزن بيا په دوه کاله کې ٥ کلو زياتېږي او ممکنه ده چې له دې هم ډېر زيات شي، خو داسې هغه مهال کېږي چې له ښځې سره يې اړيکې ښې وي.

همدا راز د امريکا په نېشنل انسټيټيوټ اف هيلت کې هم يوه اوږده څېړنه شوې ده چې ٤ کاله وخت يې اخيستى دى. په دغه څېړنه کې ويل شوي دي، هغه ښځه او خاوند چې ژوند يې ډېر خوشحاله او ښه وي، د نورو په پرتله يې د چاغښت امکان ډېر زيات دى.

پوهان وايي، چې ښه او خوشحاله ګډ ژوند خلک د خپل بدن په اړه بې پروا کوي، ځکه چې د دوى ژوند ښه او خوشحاله وي، نو دې ته يې بېخي پام نه وي.

د انګلستان په يوې طبي مجله کې خپور شوي راپور کې ويل شوي دي، چې د ښځې او خاوند د وزن زياتېدل له يو بل سره تړلي دي، که چېرته د ښځې وزن زيات شي، نو ٣٧ سلنه امکان دا دى چې د هغه د ژوند د ملګري وزن به هم زياتېږي.

د اسټراليا د کوينزلېنډ پوهنتون په يوه څېړنه کې ويلي دي، چې د واده شويو د چاغښت امکان د مجردانو څخه څو سلنه زيات دى، که د دوى د ژوند کړه وړه او خواړه هم روغتيامن وي، خو بيا هم د مجردانو په پرتله دوى ډېر چاغېږي.

پوهانو د دې يو لامل هم ښودلى دى، دوى وايي چې له واده وروسته دا خلک هڅه نه کوي چې د خپل ژوند ملګرى\ملګرې له خپل ځانه متاثره کړي، نو همدا لامل شي چې د دوى بدن ورو ورو چاغېږي.

په څېړنه کې ويل شوي دي، چې له واده وروسته دوى فکر کوي چې اوس ورته اړتيا نشته دى چې ډېر ښکلي دې ښکاره شي، نو له دې وروسته بيا دوى د هېڅ شي له خوراک هم سر نه ګرځوي او داسې خواړه هم خوري، چې هغه انسان ژر چاغوي.

پوهان وايي، که څوک غواړي چې چاغ نه شي، نو طبي ګټې دې يې مخې ته کړي او له هغې سره دې سم چلن وکړي، نو دوى کولاى شي چې له چاغښت څخه ځان وساتي.

Loading...

دا هم ولولئ

د غاښونو بورس کول

هغه خلک چې غاښونه نه بورس کوي، په سرطان اخته کېداى شي

روغتياپالانو خلکو ته خبردارى ورکړى دى، چې د غاښونو نه بورس کول ستاسې د خولې …