کورپاڼه / روغتيا / پوليو ويروس څه دى؟ څنګه خپرېږي او څه نښې لري؟
پوليو ويروس

پوليو ويروس څه دى؟ څنګه خپرېږي او څه نښې لري؟

پوليو ويروس يوه خطرناکه ناروغي ده، پوليو د ټول ژوند لپاره انسان معيوبه کوي او همدا راز ځينې وخت د انسان ژوند هم اخلي، د دې هېڅ درملنه نشته دى، خو د واکسين په مرسته له دې څخه ځان ساتل کېداى شي.

پوليو څه شى دى؟

پوليو مايلايټس (پوليو) يوه داسې ناروغي ده چې په چټکۍ سره خپرېږي، دا ناروغي چې د پوليو ويروس له امله رامنځته کېږي، په عصابي سيسټم باندې بريد کوي او د انسان پښې او د بدن نور غړي کمزوري کوي، په ځينو وخت کې دا انسان هم له منځه وړي.

پوليو څنګه خپرېږي؟

پوليو ويروس د کوم پوليو ناروغ د غټو بولو (غټو متيازو) باندې ککړو شويو اوبو يا هم د خوراک څخه خپرېږي او د خولې له لارې روغو خلکو ته انتقالېږي، دا ويروس چې کله د انسان بدن ته ننوځي نو هلته ډېر زياتېږي او د اغېزمن شوي کس له داسې ځايونو خارجېږي، چې په اسانۍ سره د بل انسان بدن ته انتقالېدى شي.

د پوليو نښې څه دي؟

د پوليو لومړنۍ نښې دا دي: تبه، کمزوري، د سر درد، قى، د مرۍ سختېدل او د بدن د غړو دردونه. همدا راز د بدن په نورو غړو، لکه په پښو کې ناڅاپي کمزوري راولي او يا هم فلج کېږي، چې تر ډېره پورې دا تلپاتې وي.

چاته له پوليو ډېر خطر دى؟

که څه هم د پوليو خطر سره هر سړى مخ کېداى شي، خو دا ويروس تر ډېره پورې د پنځه کلونو څخه کم عمره ماشومان اغېزمنوي، هغه ماشومان چې د پوليو قطرې يې نه وي خوړلي.

د پوليو اغېز؟

د پوليو اغېز دا دى چې له دې څخه اغېزمن شويو ٢٠٠ کسانو کې يو يې د فلج (په ځانګړې توګه پښې) ښکار کېږي، چې هېڅ درملنه يې نشته دى.

دويم دا چې هغه کسان چې فلج شي، له ٥ څخه تر ١٠ سلنو پورې يې د ساه اخيستو عضلات حرکت بندوي، چې انسان له منځه هم ځي.

دريم دا چې پوليو د پښو او لاسونو د فلج لامل کېږي، چې دا بيا هېڅ درملنه نه لري او ماشومان به ټول عمر معيوبه وي. هم دا راز په ځينو ناروغانو کې د ساه اخيستو سيسټم هم فلجوي.

ماشومانو ته د اورل پوليو واکسين (او پي وي) د دوه قطرو په ورکولو سره ماشوم له دې ناروغۍ څخه ژغورل کېداى شي، همدا لامل دى چې د پوليو واکسين هر کور ته رسول کېږي، تر څو هېڅ ماشوم ترې پاتې نه شي او دا ناروغي يې ونه نيسي.

Loading...

دا هم ولولئ

د غاښونو بورس کول

هغه خلک چې غاښونه نه بورس کوي، په سرطان اخته کېداى شي

روغتياپالانو خلکو ته خبردارى ورکړى دى، چې د غاښونو نه بورس کول ستاسې د خولې …