کورپاڼه / کرکټ / د نړيوال جام په لغوه کېدو پاکستانى کرکټر شعېب اختر هند ته غوسه دى
شعېب اختر

د نړيوال جام په لغوه کېدو پاکستانى کرکټر شعېب اختر هند ته غوسه دى

د کرکټ نړيوال شل اوريز جام په لغوه کېدو د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى چټک توپ اچونکى شعېب اختر د هند کرکټ بورډ ته په غوسه دى.

د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) څو ورځې وړاندې په رسمي توګه اعلان وکړ، چې د کورونا له امله سږکال ٢٠٢٠ کال د نړيوال شل اوريز جام ترسره کېدل ممکن نه دي، نو دا جام بل کال ته ځنډول کېږي.

خو شعېب اختر وايي، چې په اوسني حالاتو کې نه يوازې دا چې نړيوال شل اوريز جام ترسره کېداى شو، بلکې اسيا جام هم ترسره کېداى شو، خو دا دواړه جامونه د هند کرکټ بورډ له لاسه وځنډېدل.

نوموړي له پاکستاني رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې د هند کرکټ بورډ غواړي چې په هر حالت کې اى پي ايل ترسره کړي او د همدې لپاره هغوى اى سي سي او د کرکټ اسيايي شورا دې ته مجبوره کړل چې نړيوال شل اوريز جام او اسيا جام وځنډوي.

شعېب اختر وايي، د يو تجارتي ليګ لپاره د هند کرکټ بورډ سترې نړيوالې سيالۍ لغوه کړې، چې دا ډېره د خپګان خبره ده، بايد داسې نه واى شوي.

هغه همدا راز د اسټراليا په کرکټ بورډ هم نيوکې کړې دي او ويلي يې دي، چې د اسټراليا کرکټ بورډ خپله کومه پالېسي لري هم او که نه؟

همدا راز نوموړي د هندي لوبغاړو ځينو پخوانيو پېښو ته هم يادونه کړې ده او ويلي يې دي، چې هند په کرکټ کې هر څه کوي، هېڅوک يې د پوښتنې نشته.

د يادولو وړ ده چې د سږکال نړيوال شل اوريز جام د اکتوبر او نومبر په مياشتو کې په اسټراليا کې پلان شوى و، خو د کورونا له امله اى سي سي دا جام وځنډاوه.

د نړيوال شل اوريز جام په ځنډېدو سره د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ته دا چانس برابر شو، چې په دغه وخت کې دوى خپل تجارتي ليګ ترسره کړي.

د هند تجارتي ليګ چې د مارچ په مياشت کې په هند کې پېلېدونکى و، د کورونا له امله ځنډېدلى دى او د هند کرکټ بورډ بيا بيا په دې اړه ويلي دي، چې دوى غواړي په هر حالت کې دا سيالۍ سږکال ترسره کړي.

اى پي ايل د تجارتي ليګونو تر ټولو ستر ليګ دى، چې د ټولې نړۍ د کرکټ لوبغاړي هڅه کوي په دې کې ولوبېږي، اى پي ايل کې نه يوازې لوبغاړي ډېر شهرت ترلاسه کوي، بلکې ډېرې پېسې هم پکې ګټل کېږي.

اوس د هند کرکټ بورډ پلان لري چې د سپتمبر او نومبر په مياشتو کې اى پي ايل په متحده عربي اماراتو کې ترسره کړي، ښايي سږکال لوبې راکمې شي، خو د هند کرکټ بورډ اوس د حکومت اجازې ته په تمه دى، د اجازې ترلاسه کولو سره سم به په رسمي ډول اعلان هم وشي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …