کورپاڼه / کرکټ / د اى پي ايل چيرمېن: اى پي ايل د سپتمبر په ١٩مه پيلېږي
اى پي ايل

د اى پي ايل چيرمېن: اى پي ايل د سپتمبر په ١٩مه پيلېږي

د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) سيالۍ به د سپتمبر مياشتې په ١٩مه نېټه پيل شي، چې د دې لوبو پايلوبه به د نومبر په ٨مه نېټه ترسره شي.

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل چيرمېن بريجېش پټېل دا خبره کريکبُز وېبپاڼې ته تاييد کړې ده.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د هند کرکټ بورډ غواړي چې د اى پي ايل سيالۍ په متحده عربي اماراتو کې ترسره کړي او په دې اړه يې د هند حکومت ته يو خط هم لېږلى و، چې د هند حکومت نه يې نن ځواب ترلاسه کړى دى او حکومت د سياليو ترسره کولو اجازه ورکړې ده.

د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) په تړاو به نورې خبرې د اى پي ايل د غړو په ناسته کې راتلونکې اونۍ وشي او له هغه وروسته به د ٢٠٢٠ کال اى پي ايل په تړاو ټول معلومات له خلکو سره شريک شي.

د يادولو وړ ده چې اى پي ايل هر کال د مارچ په مياشت کې پيلېږي، خو سږکال د کورونا له امله د اى پي ايل سيالۍ تر دې مهاله پورې ځنډېدلې وې.

هند يو له هغه هېوادونو څخه دى چې له کورونا ډېر اغېزمن شوى دى، همدا لامل شو چې د هند کرکټ بورډ پرېکړه کړې ده چې سږکال به د اى پي ايل سيالۍ په متحده عربي اماراتو کې ترسره کړي.

تر دې مخکې بيا د کورونا له امله اسيا جام او نړيوال شل اوريز جام وځنډېدل، چې د دغه جامونو په ځنډېدلو سره د هند کرکټ بورډ ته دا وخت په لاس ورغى، چې د سږکال اى پي ايل سيالۍ ترسره کړي.

هندي رسنيو د ځينو سرچينو له قوله ليکلي دي، چې په اى پي ايل کې ګډون کوونکو ٨ واړه لوبډلو ته ويل شوي دي، چې تيارى دې ونيسي او متحده عربي اماراتو ته د تګ لپاره دې هم چمتو واوسي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …