کورپاڼه / کرکټ / دريمه ټېسټ لوبه؛ ويسټ انډيز پچه وګټله او توپ اچونه يې غوره کړه
جرمين بلېکووډ

دريمه ټېسټ لوبه؛ ويسټ انډيز پچه وګټله او توپ اچونه يې غوره کړه

د انګلستان او ويسټ انډيز ترمنځ د درې ټېسټ لوبو د لړۍ دريمه يا وروستۍ ټېسټ لوبه نن په مانچسټر کې ترسره کېږي.

د لوبې پچه د ويسټ انډيز لوبډلې لوبډلمشر جېسن هولډر وګټله او لومړى يې د انګلستان لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

په نننۍ لوبه کې د انګلستان له لوري روري برنز، ډام سبلي، جو روټ (لوبډلمشر)، بين سټوکس، اولي پاپ، جاس بټلر (ويکټ ساتونکى)، کرس ووکس، ډام بيس، جوفرا ارچر، سټارټ بروډ او جېمز انډرسن لوبېږي.

همدا راز د ويسټ انډيز له لوري بيا کرېګ برېتوېټ، جان کېمپبيل، شاى هوپ، شماره بروکس، روسټون چيس، جرمين بلېکووډ، شان ډاوريچ (ويکټ ساتونکى)، جېسن هولډر (لوبډلمشر)، راهکيم کورنوال، کيمار روچ او شانن ګبريل لوبېږي.

جوفرا ارچر د ويسټ انډيز پر وړاندې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې يې ګډون کړى و، په دوېمه ټېسټ لوبه کې له دې امله وانخيستل شو، چې د احتياطي لارښوونو څخه يې سرغړونه کړې وه او د دوېمې ټېسټ لوبې پر مهال هغه کرنټين شوى و، نوموړى به په دريمه ټېسټ لوبه کې ولوبېږي.

همدا راز جيمز انډرسن هم د انګلستان لپاره لوبېږي او زاک کراولي او سام کران له نننۍ لوبې څخه کېنول شوي دي.

همدا راز ويسټ انډيز بيا د الزاري جوسيپ پر ځاى راهکيم کورنوال په نننۍ لوبه کې اخيستى دى، دا په ياد سيريز کې د کورنوال لومړۍ لوبه ده.

د يادولو وړ ده چې د درې ټېسټ لوبو لړۍ په لومړۍ ټېسټ لوبه کې ويسټ انډيز د ٤ ويکټو په توپير بريا خپله کړې وه او شانن ګبريل د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړې وه، همدا راز په دويمه ټېسټ لوبه کې بيا الراونډر بين سټوکس په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او خپلې لوبډلې ته يې د ١١٣ منډو په توپير بريا ور په برخه کړه. نوموړي د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هم ترلاسه کړه.

نن د دواړو لوبډلو ترمنځ د ياد سيريز وروستۍ لوبه پيل شوه، چې هرې لوبډلې دا لوبه وګټله، نو لوبلړۍ به هم د هماغه لوبډلې په نوم شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …