کورپاڼه / بېلا بېل / ايا صوفيه جومات کې ٨٦ کاله وروسته زرګونو مسلمانانو لمونځ وکړ
ايا صوفيه جومات

ايا صوفيه جومات کې ٨٦ کاله وروسته زرګونو مسلمانانو لمونځ وکړ

د ترکيې په تاريخي جومات ايا صوفيه کې ٨٦ کاله وروسته د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان په ګډون په زرګونو کسانو د جمعې لمونځ ادا کړ.

د رسنيو د راپورونو په وېنا، د استانبول تاريخي جومات ايا صوفيه ٨٦ کاله وروسته د لمونځ کوونکو لپاره پرانيستل شو، چې په زرګونو کسانو پکې نن د جمعې لمونځ ادا کړ، ولسمشر اردوغان هم د جمعې لمونځ نن په همدې جومات کې وکړ.

ايا صوفيه جومات ٣


نن په جومات کې مسلمانان په ګڼ شمېر راغلي و، چې ډېرو پکې نفلونه هم وکړل.

ايا صوفيه جومات ٤

د لمانځه لپاره د ترکيې د پارلمان د غړو په ګډون د استانبول له ګوټ ګوټ څخه مسلمانان د لمانځه لپاره ورغلي و، همدا راز په لومړيو کتارونو کې د ځاى ترلاسه کولو لپاره ان سهار وختي خلکو جومات ته ځوان رسولى و، په ټول ښار کې نن سخت امنيتي تدابير هم نيول شوي و.

ايا صوفيه جومات ١

د ترکيې حکومت په دې جومات کې د پنځه وخته لمانځه لپاره امامان او موذنان هم ګمارلي دي.

د يادولو وړ ده چې د ايا صوفيه مخې ته يو ښکلى شين چمن دى، له هغه وروسته يې مرکزي دروازه ده، د دروازې دواړو خواو ته هغه کاڼي دي چې څوکيداران پکې درېږي او همدا راز دننه بيا لوى تالار دى.

ايا صوفيه جومات ٢

ايا صوفيه د قسطنطنيه له فتح کولو وروسته ډېره موده د مسلمانانو عبادتځاى و، خو کله چې د عثمانيې خلافت ړنګ شو، نو له هغه وروسته دا جومات بند او ميوزيم ترې جوړ شو.

خو ٨٦ کاله وروسته د ترکيې سترې محکمې پرېکړه وکړه چې ايا صوفيه دې يو ځل بيا جومات شي، په دغه ځانګړي حکم باندې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان لاسليک کړى و او اوس يو ځل بيا ايا صوفيه جومات او د لمانځه لپاره پرانيستل شو.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سنګاپور الوتکه

د نړۍ تر ټولو اوږد پرواز؛ پوهېږئ څو ساعته دى؟

د سنګاپور څخه امريکا ته د نړۍ تر ټولو اوږد پرواز پيلېږي، چې په نومبر …