کورپاڼه / کرکټ / شکېب الحسن: ما تېروتنه کړې، ټولو ته پکار ده چې له دې نه عبرت واخلي
شکېب الحسن

شکېب الحسن: ما تېروتنه کړې، ټولو ته پکار ده چې له دې نه عبرت واخلي

د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې مخکښ الراونډر شکېب الحسن، چې د کرکټ نړيوالې شورا له لوري له دوه کلن بندېز سره مخ شوى و، وايي چې ما تېروتنه کړې وه او نورو لوبغاړو ته پکار دي چې زما له دې تېروتنې څخه عبرت واخلي.

شکېب الحسن باندې د کرکټ نړيوالې شورا د فساد ضد قوانينو د ماتولو جرم ثابت شوى و، چې له امله يې تېر کال هه له هر ډول کرکټ څخه منع شو، د نوموړي د بندېز موده سږکال د اکتوبر په ٢٩مه نېټه پاى ته رسېږي، چې له دې وروسته به هغه نړيوال کرکټ ته بېرته راستون شي.

شکېب الحسن په خپله يوه مرکه کې وويل، چې تاسې بايد ځانونه له هر څه پاک وساتئ، تاسې خلکو ته دروغ نه شئ ويلى، هر څه چې شوي دي، هغه وشول، ټول خلک تېروتنې کوي، هېڅوک هم سل سلنه سم نه وي، خو دا مهمه ده چې تاسې له دې تېروتنو څخه زده کړه وکړئ.

نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې خلکو ته ووايئ چې دا ډول تېروتنې نه کوي، تاسې هغوى ته سمه لاره وښايئ تر څو په غلطه لاره لاړ نه شي.

نوموړى وايي، که چېرته دا کار له بل چا سره شوى واى، نو ما به ترې عبرت اخيستى و، خو دا اوس له ما سره شوى دى، نو نورو لوبغاړو ته پکار دي چې له دې څخه عبرت واخلي، ما له لومړۍ ورځې هڅه کوله چې ځان پاک وساتم.

شکېب الحسن په خپلو خبرو کې وويل، هغوى چې به کله له ما پوښتنې کولې نو ما نه غوښتل چې څه شى پټ وساتم، ما تېروتنه کړې وه او زما په څېر لوبغاړي ته نه و پکار چې داسې يې کړي واى. ما د هغې لپاره بخښنه هم غوښتې ده او اوس زه غواړم چې مخکې لاړ شم، زه وايم چې ټول دې له خپلو تېروتنو زده کړه وکړي او دا ډول تېروتنې دې نه کوي.

د يادولو وړ ده چې ٣٣ کلن شکېب الحسن په نړيواله کچه يو مخکښ الراونډر دى، نوموړى په تېر نړيوال جام کې هم ډېر ځلېدلى و. هغه د بنګله دېش ملي لوبډلې لپاره ٥٦ ټېسټ، ٢٠٦  نړيوالې يو ورځنۍ او ٧٦ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي.

نوموړي په ټېسټ لوبو کې ٣٨٦٢ منډې ترلاسه کړې دي او همدا راز ٢١٠ ويکټې يې هم اخيستي دي. همدا راز په يو ورځنيو لوبو کې هغه ٦٣٢٣ منډې ترلاسه کړي او ٢٦٠ ويکټې يې اخيستي دي. په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې نومړي ١٥٦٧ منډې کړي دي او ٩٢ ويکټې يې اخيستي دي.

دا هم ولولئ

ای پي ایل او هند کرکټ بورډ

که ای پي ایل لغوه شي، هند به دوه نیم زره کروړه روپۍ تاواني شي

د هند کرکټ بورډ (بي سي سي ای) یو غړي ويلي دي، که چېرته هند …