کورپاڼه / هنر او کلتور / د سوشانت سينګ وروستى فلم (دل بېچاره) انلاين خپور شو
سوشانت سينګ راجپوت

د سوشانت سينګ وروستى فلم (دل بېچاره) انلاين خپور شو

د هندي فلمونو مشهور هنرمند سوشانت سينګ راجپوت چې تېره مياشت يې ځانوژنه کړې وه، وروستى فلم يې نن په انلاين وېبپاڼه (ډزني) کې خپور شو.

د نوموړي دغه فلم (دل بېچاره) چې له ګرځبندېز مخکې ثبت شوى و، د کورونا له امله په سينماګانو کې نندارې ته وړاندې نه شو، بلکې په انلاين بڼه خپور شو.


دا فلم د مينې په کيسه جوړ شوى دى، چې کومېډي هم لري او له سوشانت سينګ راجپوت سره پکې سنجنا سانګي کار کړى دى. د فلم ډايريکټر مکېش چابړه دى.


که يو لوري ته په هندي سينما کې د توپيري چلند بحثونه روان شوي دي، نو بل لوري ته بيا هغه مشهور هنرمندان، چې کورنۍ يې له کلونو راهيسې په فلمي نړۍ کې کار کوي، خلکو پرې سختې نيوکې کړې دي.


همدا راز د سوشانت سينګ راجپوت دې وروستي فلم ته نه يوازې دا چې د هغه مينه وال ډېر په تمه و، بلکې د هند خلک ورته په تمه و او له خپرېدو سره سم په سلګونو زرو کسانو دا فلم کتلى دى.


د ټولنيزو رسنيو په ټويټر وېبپاڼه کې اوس د دې فلم په اړه بحثونه روان دي او ډېرى خلکو نه يوازې دا چې دا يو ښه او غوره فلم ګڼلى دى، بلکې د فلم کتلو سره سره يې د سوشانت سينګ راجپوت په تړاو هم له غمه ډک ټويټونه کړي دي.


همدا راز د هندي سينما مشهورو هنرمندانو هم دا فلم له خپرېدو سره سم کتلى دى او بيا يې په دې فلم باندې خپلې تبصرې هم شريکې کړې دي.


دا فلم يو ساعت، ٤١ دقيقې او ٣٠ ثانيې دى، چې د ډزني په وېبپاڼه کې په انلاين بڼه خپور شوى دى او له هغه ځايه يې خلک کولاى شي چې وې ګوري.

دا هم ولولئ

ډوین جانسن: په ماشومتوب کې به خلکو انجلۍ ګڼلم

د هالیووډ د فلمونو ستوری او مشهور ریسلر ډوین جانسن (دی راک) د خپل تېر …