کورپاڼه / بېلا بېل / د ښځې او خاوند د مشهور ګېم په اړه د ډيوې نيازۍ وضاحت
ډيوه نيازۍ

د ښځې او خاوند د مشهور ګېم په اړه د ډيوې نيازۍ وضاحت

له تېرو دوه ورځو راهيسې په ټولنيزو رسنيو کې د ډيوې نيازۍ او د هغې د خاوند اسد مخلص د شمشاد خصوصي ټلويزيون د يوې خپرونې کوچنى کليپ خپرېږي.

په دې کليپ کې د خپرونې کوربنه له ډيوې نه پوښتنه کوي چې تاسې په کور کې کوم ګېم کوئ، اسد مخلص ورته وايي (جنګ)، ډيوه ورته وايي چې په کور کې د ښځې او خاوند ترمنځ ډېر څه کېږي، هغه يو مشهور ګېم دى، چې ښځه او خاوند يې کوي، همدا راز کوربنه وايي، چې هو، هغه خو ډېر مشهور ګېم دى، جنګ.

اسد مخلص او ډيوه نيازۍ

خو په ټولنيزو رسنيو کې دا کليپ خلکو په بله معنا کې واخيست او ډېرى خلکو په دې اړه په ټولنيزو رسنيو کې پوسټونه وکړل او همدا راز دا کليپ هم خلکو ډېر خپور کړ، چې اخر يې هم د ډيوې نيازۍ صبر ختم کړ.

ډيوې نيازۍ په خپل يو پوسټ کې دغه خلکو ته وليکل: ((دلته د مشهور ګېم څخه مطلب جنګ و چې فرشته جانه د خپلو خبرو په وروستۍ برخه کې وايي “جنګ”، دا چې خلک څه مطلب ترې اخلي، هغه بيا خلکو پورې اړه لري.))

نوموړې په خپل پوسټ کې ليکلي: ((د ښځې او مېړه ترمنځ ګېمونه ډېر وي، هره خبره يې ګېم ګېم وي، دا چې د محرومه خلکو فکر او سوچ ټول په سيکس کې بند وي، دا زموږ نه، د دوى ستونزه ده چې بايد خپل غم وخوري، د نورو لوڼه او خويندې په خپلو ګنده خبرو دې نه سپکوي.))

ډيوه نيازۍ

ډيوه نيازۍ همدا راز په خلکو هم سختې نيوکې کوي او وايي که په وطن کې دا ډول فکرونه نه واى، نو موږ به اوس د سيالانو سره سيال و او په خپلمنځي اختلافاتو کميسونه او پرتګونه نه ويستل کېدل.

هغه وايي چې دلته اوس هم د جهالت توره دوره ده او مجبوره يې چې داسې خلک وزغمو، ځکه موږ سره بله چاره نه شته ده، د همدې تور ذهنو په منځ کې ژوند کوو او د ژوند لپاره فعاليت کوو.

ډيوه نيازۍ وايي چې هغه بله ويډيو نيمه راخيستل شوې ده، هغې همدغه کوچنى کليپ هم خپور کړى دى او ويلي يې دي چې فرشته د خپلو خبرو په وروستۍ برخه کې وايي (د جنګ ګېم).

نوموړې همدا راز په هغه خلکو سختې نيوکې کړې دي چې د هغې دا کوچنى کليپ يې خپور کړى دى او رشخند کړى يې دى، هغه همدا راز ويلي دي چې زه د تفريح يوې خپرونې ته تللې وم او دا کومه سياسي خپرونه نه وه.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سنګاپور الوتکه

د نړۍ تر ټولو اوږد پرواز؛ پوهېږئ څو ساعته دى؟

د سنګاپور څخه امريکا ته د نړۍ تر ټولو اوږد پرواز پيلېږي، چې په نومبر …