کورپاڼه / جالب / هند کې د کورونا د مخنيوي لپاره د (کورونا ديوي) عبادت پيل شوى
کورونا ديوي ١

هند کې د کورونا د مخنيوي لپاره د (کورونا ديوي) عبادت پيل شوى

هند يو له هغه هېوادونو څخه دى چې د کورونا ويروس څخه ډېر اغېزمن شوى دى، اوس د هند خلکو د کورونا ويروس د مخنيوي لپاره عجبې او نا اشنا لارې خپلې کړې دي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د هند په بنګال کې د ښځو يوې ډلې د کورونا ويروس د مخنيوي لپاره يوه نوې او نا اشنا لار راويستې ده.

ده ښځو د کورونا ويروس د مخنيوي لپاره د (کورونا ديوي) او (کورونا مايي) عبادت پيل کړى دى او د دې لپاره يو ځانګړى ځاى هم جوړ کړى دى، چېرته چې دوى د (کورونا ديوي) عبادت کوي او همدا راز تازه مېوې، ترکارۍ او ګوړه هم ورته راوړي.

کورونا ديوي ٢

دغه ښځې دا عقيده لري چې که په دې ډول دوى عبادت وکړي، نو د کورونا ويروس به ډېر ژر ختم شي.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې د کورونا ديوي د عبادت لپاره د ٢٠ کلنو څخه واخله تر ٧٠ کلنو پورې ښځې ورځي او دا ټولې په همدې عقيده دي، که دوى له زړه نه د (کورونا ديوي) عبادت وکړي نو کورونا ويروس به ختم شي.

د يادولو وړ ده چې په هند کې خلک دا عقيده هم لري چې د غوا متيازې څښل او خوشيان يې په ځان موښل خلک له کورونا څخه خوندي ساتي او که څوک کورونا وي، نو ژر يې رغوي.

دا خبره نه يوازې دا چې عامو خلکو کوله، بلکې د هند ځينو مشهورو سياستوالو هم دا خبره څو څو ځل تکرار کړې وه. يو سياستوال خو تر دې پورې هم ويلي و، چې روغتيايي ادارې دې په دې برخه کې کار وکړي، تر څو خلک له کورونا وژغورل شي. د هغه په وېنا چې د غوا په متيازو او خوشايو کې د هرې ناروغۍ درملنه شته.

ياده دې وي چې له امريکا او برازيل وروسته هند دريم هېواد دى چې د کورونا ويروس ډېرې پېښې پکې ثبت شوې دي، په هند کې تر دې مهاله پورې ١ ميليون، ٣٣٧ زره او ٢٢ کسان کورونا نيولي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

ماسک پراټه

ماسک او که پراټه؟ دا ويډيو تاسې هم وګورئ

په هند کې له طلا او الماسو وروسته داسې پراټې پخېږي، چې بېخي د کورونا …