کورپاڼه / روغتيا / سهار وختي په نهاره ورزش کول خطرناک کار دى
ورزش ١

سهار وختي په نهاره ورزش کول خطرناک کار دى

ډېرى خلک سهار وختي په نهاره باندې ورزش کوي، بلکې دا يې يو عادت ګرځولى دى، خو سهار په نهاره ورزش ستاسې لپاره خطرناک هم کېداى شي.

دا خبره مشهوره ده چې سهار وختي په نهاره يا تشه خېټه ورزش کول ډېر کيلوريز له منځه وړي او وزن په چټکۍ سره کمېږي، داسې ممکنه هم ده، خو په نهاره ورزش کول ځينې تاوانونه هم لري چې بايد تاسې ترې خبر واوسئ.

په نهاره ورزش کول د وزن د کمولو په برخه کې خو ستاسې لپاره ګټور دى، خو په تشه خېټه د ورزش کولو تاوان بيا ستاسو د بدن نورو غړو ته رسېږي.

له ورزش مخکې يو څه خوړل يا څښل ولې لازمي دي؟

ورزش ٢

لکه څنګه چې د پيټرولو پرته موټر نه چلېږي، همداسې د خواړو پرته د ورزش پر مهال د انسان بدن ته تاوان نه رسېدل ممکن نه ده.

په روغتيايي مجله (نيوټرينټ) کې خپرې شوې يوې نوې څېړنه کې ويل شوي دي، چې له ورزش نيم ساعت مخکې بيا داسې خواړه وخوړل شي چې کاربز او پروټين ولري، ځکه دا د ميټابوليزم سيسټم ښه کوي او په ورزش کې هم ستاسې سره ډېره مرسته کوي.

د ورزش پوهان وايي، چې په نهاره خېټه ورزش کول په وزن کې د کمي او همدا راز د بدن د غړو د ښکلي کولو لپاره ګټور نه دى، له ورزش مخکې بايد يو څه وخوړل شي، تر څو د ورزش پر مهال تاسې ته ګټه درورسوي.

دا پوهان وايي، چې له ورزش مخکې يو څه خوړل، لکه تازه مېوې يا هم د تازه مېوو اوبه وڅښل شي، نو دا ډېر ګټور دي. دوى په تشه خېټه يا نهاره د ورزش لاندې تاوانونه ياد کړي دي.

د عضلو کمزوري کېدل

ورزش ٣

پوهان وايي چې په نهاره يا په تشه خېټه ورزش کول ستاسې د بدن عضلې يا غړي کمزوري کوي، چې په دې لړ کې که بيا ستاسې وزن کم شي نو پوستکى به مو همداسې ځوړند پاتې شي. کله چې تاسې په نهاره ورزش کوئ نو په ځاى د دې چې ښايسته او بدن مو جوړ شي، بلکې دا مو کمزورى کوي او ناروغوي مو.

د ورزش پر مهال ستړيا

ورزش ٤

په بدن کې د خواړو د نه شتون له امله تاسې د ورزش تر ختمېدو مخکې ستړي کېږئ، په نهاره ورزش کول همدا راز ستاسې د وينې فشار او د شکر توازن هم ګډوډوي، چې دا د ګټې پر ځاى ستاسې د بدن لپاره تاواني کېداى شي.

د ورزش پر مهال سر ګرځېدل

ورزش ٥

د ورزش پوهان وايي، چې په تشه خېټه ورزش کول ستاسې کيلوريز ختمېږي او په داسې وخت کې تاسې خپله انرژي او شکر له لاسه ورکوئ، چې په دې صورت کې بيا ستاسې حالت خرابېدى شي، لکه سر ګرځېدل، زړه خرابېدل او نورې ستونزې درته راولاړېدى شي، همدا راز په تشه خېټه ورزش کول د معدې ايسيډيک مادې هم اخراجوي چې د معدې روغتيا هم له خرابۍ سره مخ کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

د غاښونو بورس کول

هغه خلک چې غاښونه نه بورس کوي، په سرطان اخته کېداى شي

روغتياپالانو خلکو ته خبردارى ورکړى دى، چې د غاښونو نه بورس کول ستاسې د خولې …