کورپاڼه / هنر او کلتور / جان ابراهام په نوي فلم کې د فساد پر ضد مبارزه کوي
جان ابراهام

جان ابراهام په نوي فلم کې د فساد پر ضد مبارزه کوي

د هندي فلمونو مخکښ هنرمند جان ابراهام په خپل نوي راتلونکي فلم (ستى مى وجيتى ٢) کې د فساد پر ضد مبارزه کوي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د جان ابراهام د دې نوي فلم ثبت د روان کال د اپريل په مياشت کې په ممبۍ کې پيلېده، خو د کورونا له امله ټول هند وتړل شو، نو له دې امله د فلمونو ثبت هم ورسره ودرېده.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې اوس تازه د فلم ډايريکټر ملاپ زاويري له جان ابراهام سره ليدلي دي او دواړو پرېکړه کړې ده چې په راتلونکو څو مياشتو کې د فلم ثبت پيل کړي.


مخکې پلان دا و چې دا فلم به په ممبۍ کې ثبت کړي، خو د ملاپ زاويري په وېنا، د ګرځبندېز پر مهال يې په کيسه کې ځينې بدلونونه راوستي دي او اوس به د ممبۍ پر ځاى دا فلم په لکنو کې ثبت کړي.

د ممبۍ مرر د راپور په وېنا، ملاپ زاويري په خپلو خبرو کې وويل، چې دا فلم به د پخواني فلم په څېر په فساد جوړ وي، خو په دې فلم کې به يوازې د پوليسو فساد نه ښکاره کېږي، بلکې په دې فلم کې به د پوليسو، سياستوالو، تجارانو او د عامو خلکو فساد هم ښکاره شي.

په دې فلم کې جان ابراهام د يو پوليس افسر رول لوبوي او د روان ٢٠٢٠ کال د اکتوبر په مياشت کې به په سينماګانو کې نندارې ته وړاندې شي.

د يادولو وړ ده چې (ستى مى وجيتى ٢) فلم په ٢٠١٨ کال کې د نندارې ته وړاندې شوي فلم (ستى مى وجيتى) سيکويل يا بله برخه ده. په هغه فلم کې هم جان ابراهام کار کړى و، چې د پوليسو په منځ کې د فساد پر وړاندې هغه پکې مبارزه کوي. دغه فلم نه يوازې دا چې خلکو ډېر خوښ کړى و، بلکې ډېرې پېسې يې هم ګټلې وې.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سهانا خان

د شاه رخ خان لور: زه په خپل رنګ او ونه خوشحاله يم، د رنګ توپير بايد نور ختم شي

د هندي سينما د مخکښ هنرمند شاه رخ خان لور سهانا خان په ټولنيزو رسنيو …