څو ورځې وړاندې د پښتو ژبې مشهوره سندرغاړې ګل پاڼه لنډي کوتل ته تللې وه او هلته يې د مرستيال کمشنر په کور کې يوه ويډيو جوړه کړې وه، چې په ټک ټاک له خپرېدو وروسته لاس په لاس شوه او د خېبر پښتونخوا ايالتي حکومت په دغه ويډيو سخت غبرګون ښکاره کړ.
د خېبر پښتونخوا اعلى وزير محمود خان د دې ويډيو په تړاو يوه کمېټه هم ټاکلې وه، تر څو معلومه کړي چې ګل پاڼه دولتي تعمير ته چا بيولې وه او د چا په وېنا يې ويډيو جوړه کړې ده.
اوس تازه په خېبر پښتونخوا کې د مسلم ليګ ن ګوند يو مشهور سياستوال ارباب خضر حيات د خېبر پښتونخوا د اعلى وزير د دفتر رييس ته په دې تړاو خط لېږلى دى.
پاکستاني رسنۍ وايي، ارباب خضر حيات په دې خط کې ليکلي دي، چې ګل پاڼه د هغه د کورنۍ سره ګډه لنډي کوتل ته تللې وه او د ګل پاڼې په ګډون دوى ټولو ماسکونه هم اچولي و.
هغه په خپل خط کې ليکلي دي، چې دوى د ګل پاڼې پېژندنه پټه ساتلې وه، هلته د خېبر مرستيال کمشنر د دوى کورنۍ ته د چاى بلنه ورکړې وه، چې په شين چمن کې ګل پاڼې د څو ثانيو يوه ويډيو هم د ټاک ټاک لپاره جوړه کړې وه.
په راپورونو کې ويل شوي، نوموړي په خپل خط کې زياته کړې ده، چې هغه ويډيو د ګل پاڼې له خپل شخصي ټک ټاک اکاونټ نه خپره شوې ده، خو خلکو ورته غلط رنګ ورکړى دى.
د يادولو وړ ده چې د پښتو ژبې مشهوره سندرغاړې ګل پاڼه څو ورځې وړاندې لنډي کوتل ته تللې وه، چې له هغه ځايه يې عکسونه هم خپاره کړي و او د سيمې د ښايست صفتونه يې هم کړي و. وروسته هغې د مرستيال کمشنر په کور کې جوړه کړې ويډيو هم په ټک ټاک کې خپره کړه، چې خلکو پرې نيوکې وکړې او حکومت پرې غبرګون ښکاره کړ.
د خېبر مرستيال کمشنر بيا ويلي و، چې هغه په دې نه دى خبر چې ګل پاڼې ته دلته د ورتګ اجازه چا ورکړې ده او د چا په وېنا يې دا ويډيو جوړه کړې ده.
د حکومت له لوري ټاکل شوې کمېټې تراوسه خپل راپور نه دى بشپړ کړى او همدا راز ګل پاڼې هم په دې تړاو څه نه دي ويلي.