کورپاڼه / کرکټ / انګلستان په لومړۍ پاڼۍ کې ٣٦٩ منډې وکړې
سټارټ بروډ

انګلستان په لومړۍ پاڼۍ کې ٣٦٩ منډې وکړې

د انګلستان او ويسټ انډيز ترمنځ په دريمه ټېسټ لوبه کې چې پرون په مانچسټر کې پيل شوې ده، انګلستان په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٣٦٩ منډې وکړې.

د لوبې په پيل کې پچه د ويسټ انډيز لوبډلې ګټلې وه او لومړى يې د انګلستان لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړې وه.

د انګلستان له لوري روري برنز او ډام سبلي توپوهنې ته راووتل، خو په لومړي اور کې ډام سبلي په صفر وسوځېده، دا ويکټ کيمار روچ واخيسته.

د دويمې ويکټې لپاره برنز او جو روټ منډې ٤٧ ته ورسولې، چې جو روټ هم د منډې پر مهال وسوځېده، هغه يوازې ١٧ منډې ترلاسه کړې وې.

د انګلستان دريم مهم لوبغاړى بين سټوکس و، چې د عمومي ١٢٢ منډو باندې د کيمار روچ په توپ وسوځېده، هغه ٢٠ منډې کړې وې. ورپسې روري برنز او اولي پاپ ښه ملګرتيا وکړه او د انګلستان منډې يې ٢٦٢ ته ورسولې، چې روري برنز د ٥٧ منډو ترلاسه کولو وروسته وسوځېده.

ورپسې اولي پاپ په ٩١ منډو وسوځېده او کرس ووکس بيا يوازې ١ منډې کړې وه، چې خپله ويکټه يې له لاسه ورکړه. جاس بټلر بيا ښه توپوهنه ترسره کړه او ٦٧ منډې يې ترلاسه کړې.

سټارټ بروډ چې په نهم مقام توپوهنې ته راوتلى و، په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او په ٤٥ توپونو يې ٦٢ منډې وکړې، همدا راز ډام بيس په ١٨ منډو ناسوځېدلى پاتې شو.

د ويسټ انډيز له لوري کيمار روچ په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې د ٧٢ منډو په بدل کې يې ٤ لوبغاړي وسوځول، همدا راز شانن ګبريل او روسټون چيس ٢-٢ ويکټې واخيستې او جېسن هولډر هم ١ لوبغاړى وسوځاوه.

د ويسټ انډيز لوبډلې د لومړۍ پاڼۍ توپوهنه پيل کړې ده او تر دې مهاله پورې يې د ١ لوبغاړي په سوځېدو ١٥ منډې کړې دي. اوس مهال جان کېمبل او شاى هوپ توپوهنې ته ولاړ دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …