کورپاڼه / خپلواک / د کرکټ بورډ مشرتابه کې د بدلون اوازې حقيقت نه لري
افغانستان کرکټ بورډ

د کرکټ بورډ مشرتابه کې د بدلون اوازې حقيقت نه لري

خپلواک وېبپاڼه (۳ اکتوبر ۲۰۱۹): په ټولنيزو رسنيو کې يو شمېر اوازې خپرې شوې دي، چې ګوا کې د افغانستان کرکټ بورډ په مشرتابه کې بدلون راځي، خو دغه اوازې هېڅ حقيقت نه لري.

د خپلواک ډاټ کام د معلوماتو تر مخه، نن ورځ په ټولنيزو رسنيو کې اوازې خپرې شوې، چې د افغانستان کرکټ بورډ پخوانی عمومي مشر عزيز الله فضلي يو ځل بيا د کرکټ بورډ مشر ټاکل کېږي او همدا راز دوست محمد نظري به يې د مرستيال په توګه وټاکل شي.

عزيزالله فضلي چې د عاطف مشعل له ليرې کېدو وروسته د کرکټ بورډ عمومي مشر ټاکل شوی و، تر لس مياشتې دندې وروسته د جولای په مياشت کې له دندې ليرې او په ځای يې نوی عمومي مشر فرهان يوسفزی وټاکل شو.

نوموړی هغه مهال له کرکټ بورډ ليرې شو، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ۲۰۱۹ نړيوال جام کې ښه ونه ځلېده او په نهه لوبو کې يې په هېڅ لوبې کې هم بريا خپله نه کړه.

نوی عمومي مشر فرهان يوسفزی، چې له ټاکل کېدو تر دې دمه يې يوازې دوه مياشتې ترسره شوي دي، د کرکټ بورډ يوې سرچينې خپلواک ډاټ کام ته وويل، په ټولنيزو رسنيو کې د کرکټ بورډ د مشرتابه د بدلون خبر هېڅ حقيقت نه لري.

بلخوا دوست محمد نظري، چې ويل کېږي د کرکټ بورډ د مرستيال به وټاکل شي، دغه اوازې رد کړي دي او ويلي يې دي، چې داسې هېڅ خبره نشته او نه هم له هغه سره چا په دې تړاو کومې خبرې کړي دي.

د يادولو ده چې د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي مشر تر څنګ اجرايیوي مشر هم په نږدې وختونو کې ټاکل شوی دی، چې مخکې اسدالله خان سرپرست اجراییوي مشر و، چې له هغه وروسته لطف الله ستانکزی اجراييوي مشر وټاکل شو.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …