کورپاڼه / خپلواک / درجه بندي: راشد راښکته شو او مجيب په خپل ځاى دى
مجيب الرحمان

درجه بندي: راشد راښکته شو او مجيب په خپل ځاى دى

خپلواک وېبپاڼه (٣ اکتوبر ٢٠١٩): د کرکټ نړيوالې شورا د يو ورځنيو نړيوالو لوبو تازه درجه بندي خپره کړې ده، چې د توپوهونکو په برخه کې راشد خان نور هم راښکته او نهم مقام ته راغلى دى، همدا راز مجيب الرحمان بيا خپل پنځم مقام په ځاى ساتلى دى.

د کرکټ نړيوالې شورا يا ايي سي سي د يو ورځنيو لوبو نړيواله درجه بندي اعلان کړې ده. راشد خان چې تر نړيوال جام مخکې په دغه درجه بندۍ کې په دويم مقام و او وروسته اتم مقام ته راغى، اوس يو مقام نور هم راښکته شو او نهم مقام يې خپل کړم. همدا راز د نړۍ په لس غوره توپوهونکو کې بل افغان توپوهونکى مجيب الرحمان دى، چې خپل پنځم مقام يې په ځاى ساتلى دى.

په دغه درجه بندۍ کې د هند جسپريت بومرا د ٧٩٧ امتيازونو لرلو سره په لومړي مقام دى. همدا راز ټرينټ بولټ، کاګيسو رباډا او پاټ کومينس بيا په دويم، دريم او څلورم مقام کې دي.

خو که د شل اوريزو نړيوالو لوبو خبره وشي، نو راشد خان بيا د شل اوريزو لوبو د توپوهونکو په برخه کې په درجه بندۍ کې لومړى مقام لري. همدا راز محمد نبي بيا د الراونډرانو په برخه کې په دريم مقام او چټک توپوهونکى حضرت الله ځاځى بيا په پنځم مقام دي.

په توپ اچوونکو کې تر راشد خان راوروسته بيا مجيب الرحمان نهم مقام لري او محمد نبي په ١٧م مقام باندې ولاړ دى. په الراونډرانو کې بيا سميع الله شينوارى په پنځلسم مقام دى.

خو په توپوهونکو کې بيا تر حضرت الله ځاځي وروسته چې کوم افغان لوبغاړي دي، په هغوى کې محمد شهزاد په ٢٦م او محمد نبي په ٢٧م مقام باندې راغلي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …