کورپاڼه / هنر او کلتور / چين کې د احتياطي تدابيرو سره سينماګانې پرانيستل شوې
چين سينماګانې

چين کې د احتياطي تدابيرو سره سينماګانې پرانيستل شوې

په چين کې د کورونا ويروس تر کنټرول وروسته ژوند بېرته عادي شوى دى او اوس په دغه هېواد کې سينماګانې هم پرانيستل شوې.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د چين په پلازمېنه بيجنګ کې د احتياطي لارښوونو په عملي کولو سره سينماګانې پرانيستل شوې، چې په لويه کچه خلک د فلمونو ليدو ته سينماګانو ته ورغلي دي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې په بيجنګ کې ٦ مياشتې وروسته د سينماګانو پرانيستو ته اجازه ورکړل شوې ده، خو لارښوونه شوې ده چې احتياطي لارښوونې دې عملي شي.

کورونا ويروس چې د چين له ووهان ښار څخه خپور شو، ټوله نړۍ يې اغېزمنه کړه او تراوسه پورې يې څه کم ١٦ ميليونه کسان اغېزمن کړي دي.

د کورونا ويروس له امله که په ټوله نړۍ کې د ژوند نورې چارې په ټپه ودرېدي او د هېوادونو اقتصاد چارې هم ورسره وځنډېدې، نو بل لوري ته په نړۍ کې د فلمونو ثبت او نندارې ته وړاندې کېدل هم وځنډېدل او سينماګانې هم وتړل شوې.

د هالي ووډ او بالي ووډ تر څنګ په ټوله نړۍ کې د فلمونو ثبت ودرېدلى او هند چې يو له هغه هېوادونو څخه دى چې ډېرې سينماګانې لري، سينماګانې يې اوس هم تړلې دي.

که څه هم په هند کې په ګرځبندېز کې نرمښت راوستل شوى دى او د فلمونو او سريالونو ثبت هم پيل شوى دى، خو سينماګانې لا هم تړل شوې دي. په هند کې يو شمېر هغه فلمونه چې نندارې ته په تمه و، د فلمونو انلاين خپروونکو سايټونو اخيستي دي او په انلاين بڼه يې خپروي.

دوه ورځې وړاندې د سوشانت سينګ راجپوت وروستى فلم (دل بېچاره) هم د ډزني په انلاين وېبپاڼه باندې خپور شو، همدا راز يو شمېر نور مشهور فلمونه به هم په راتلونکو ورځو کې په انلاين بڼه خپاره شي.

دا هم ولولئ

دغه رسامي په (۱۰۳) میلونو ډالرو سره پلورل شوی

رسامي د نړۍ په کچه د میلونونو په شمېر مینوال لري، خو له امریکا څخه …