کورپاڼه / بېلا بېل / په ځان مين خلک خپلې تېروتنې نه مني
نارسيسزم

په ځان مين خلک خپلې تېروتنې نه مني

په يوه تازه سروې کې دا خبره څرګنده شوې ده چې په ځان مين خلک يا د نارسيسزم ښکار کسان د نورو په پرتله خپلې تېروتنې نه مني، ځکه دوى فکر کوي چې له دوى نه هېڅ تېروتنه نه ده شوې.

د دوى په پرتله نور خلک بيا که بيا کومه تېروتنه وکړي، نو د هغې په اړه فکر کوي تر څو بيا يې تکرار نه کړي، خو ځان خوښي يا په ځان مين خلک (نرګسيت) کې دا کچه ډېره کمه ليدل کېږي.

دا خبره د اوريګن سټېټ پوهنتون د ارواپوهنې متخصصينو په يوه تازه څېړنې کې معلومه کړې ده.

د اوريګن پوهنتون ارواپوه سيټورس هوويز او د هغه ټيم وايي، چې زما په مازغه کې د پخوانيو کارونو پايله او پلټنه او دا کارونه په بل ډول ترسره کول يا د څېړلو يو قدرتي نظام شتون لري، چې دې ته حقيقت ودرولو لازمي فکر يا (شډ کاونټ فيکچول تينکنګ) هم وايي. دا د هرې پېښې له تېرېدو وروسته د هغې په اړه فکر کوي او په پايلو او شاليد يې نظر اچوي.

هوويز وايي، چې موږ د ځان ساتنې د فکر په يوه نه يو کچه کې حتماً واقع يو. ځکه موږ خپلې بريا د خپل زيار هڅې ګڼو، خو د ناکاميو يا ماتو پړه مو په نورو اچوو يا هم ورته بل څه دلايل تراشو چې زموږ سره اړيکه ونه لري، همدا راز د نورو په تېروتنو بيا هغوى پړه ګڼو.

ځان خوښي يا په ځان مين خلک بيا د دې ډېر ښکار کېږي او هغوى خپل ځانونه له نورو ډېر غوره ګڼي. داسې خلک د نورو مشورې نه مني او نه د هغوى نظر ته احترام لري. که تاسې داسې خلکو ته ووايئ چې کوم داسې بدل کار مو کړى دى؟ نو هغه به درته وايي چې هېڅ نه، خو هر څه چې مې ښه کړي.

د ارواپوهنې له لحاظه نارسيسزم يا ځان خوښونه يو داسې حالت دى، چې يو سړى يا ښځه پکې ځان له نورو غوره ګڼي، داسې خلک فکر کوي چې دوى سره دې تل ځانګړى چلند وشي او هغوى ته دې درناوى وشي.

دا څېړنه د ارواپوهنې په يوه مجله کې خپره شوې ده، چې پکې څلور ډلې بېلا بېل کسان له څلورو بېلا بېلو تجربو څخه تېر شوي دي. په دوى کې زده کوونکي، کارمندان، تجاران او نور خلک شامل و. يوه څېړنه په چلي او بله په سپېن کې ترسره شوې ده.

په دې په زړه پورې څېړنه کې ګډون کوونکو ته دوه جملې ورکړل شوې وې، چې يوه پکې انتخاب کړي. لکه:

((زه خپل ځان تر ټولو ځانګړى شخصيت ګڼم)) او ((زه د نورو په پرتله نه ډېر بد او نه ډېر ښه يم))

همدا راز په دې څېړنه کې ګډون کوونکي کسان له نورو تجربو څخه تېر کړاى شو، تر څو خپل ځانونه له نورو ډېر وړتيا درلودونکي ښکاره کړي.

د دې څېړنيزې سروې په پايله کې معلومه شوه، چې ځان خوښي يا په ځان مين خلک په هېڅ حالت کې هم پر ځان نيوکه نه کوي او هغوى بيا بيا هم دا خبره کوي، چې هر څه يې کړي دي، بالکل يې سم کړي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

هندواڼې

په ٦٠ ثانيو کې په سر د ايښودل شويو هندواڼو نړيوال ريکارډ جوړ شو

د مالېزيا اوسېدونکي په ٦٠ ثانيو کې د ٥٠ هندواڼو پرې کولو نړيوال ريکارډ جوړ …