کورپاڼه / کرکټ / اى پي ايل کې هره ورځ د لوبغاړو د کورونا ټېسټونو کولو وړانديز شوى
اى پي ايل ٢٠٢٠

اى پي ايل کې هره ورځ د لوبغاړو د کورونا ټېسټونو کولو وړانديز شوى

د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) اخر هم د نړيوال شل اوريز جام او اسيا جام تر لغوه کېدو وروسته ترسره کېدونکى دى، خو د اى پي ايل مشرانو ته وړانديز شوى دى چې هره ورځ دې د لوبغاړو او منېجمنټ د کورونا ټېسټونه کېږي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، اى پي ايل د سپتمبر په ١٩مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پيلېږي او د دې ستر تجارتي ليګ لپاره د احتياطي لارښوونو تګلاره هم جوړېږي.

د اى پي ايل يوې لوبډلې کنګز اليون پنجاب ګډ مالک نيس واډيا ويلي دي، چې د دې ستر تجارتي ليګ د خوندي او بريالي کولو لپاره بايد چې هر څومره کېداى شي د لوبغاړو او نورو کسانو د کورونا ټېسټونه دې وشي.

نيس واډيا همدا راز ويلي دي، چې که چېرته دا ټېسټونه هره ورځ وشي، نو لا به ښه خبره وي، که چېرته زه د کرکټ لوبغاړى واى نو ډېر په خوشحالۍ به هره ورځ د کورونا ټېسټ ته تيار وم، ځکه د دې لپاره د سمپل اخيستو طريقه ډېره اسانه او انسان له کومې پرېشانۍ سره نه مخ کېږي. هغه وايي چې په لوبغالو او له لوبغالو بهر دې سخت احتياطي تدابير ونيول شي.

نوموړي په خپلو خبرو کې همدا راز ويلي دي، چې احتياطي لارښوونو ته دې تر ټولو زياته پاملرنه وشي، اوس به دا کتل کېږي چې ٨ لوبډلو ته څه ډول يو خوندي ماحول جوړول کېږي، موږ د هند کرکټ بورډ له لوري د احتياطي لارښوونو په تمه يو.

د يادولو وړ ده چې هغه لوبغاړي چې په خپل هېواد کې يې د کورونا ټېسټ منفي راشي، متحده عربي اماراتو ته په رسېدو به يو ځل بيا د کورونا ټېسټ کوي او کله چې يې دواړه ټېسټونه منفي و، نو له کرنټين به بچ شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …