کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ورزشي اپليکېشن؛ چې د ورزش په بدل کې ډالۍ او تخفيف ورکوي
ورزشي اپليکېشن ١

ورزشي اپليکېشن؛ چې د ورزش په بدل کې ډالۍ او تخفيف ورکوي

په پاکستان کې يو هلک د ورزش لپاره يو داسې اپليکېشن جوړ کړى دى، چې د ورزش په بدل کې خلکو ته ډالۍ او تخفيف هم ورکوي.

دا اپليکېشن د (ګوګل سولوشنز چېلنج ٢٠٢٠) کال کې په دريم مقام کې هم راغلى و.

دغه هلک معظم نومېږي او وايي چې له نن څخه دوه کاله مخکې يې مور ورته وويل، چې د هغې لپاره داسې يو اپليکېشن نه شي جوړولى چې دوامداره ورزش پکې وکړي؟

د دغه هلک مور په يوه ښوونځي کې ښوونکې ده او هر کله چې به يې ورزش پيل کړ، نو اونۍ وروسته به يې بېرته پرېښى و.

خو زوي يې د مور دا خبره په ګپ وانخيسته او په دې اړه يې فکر پيل کړ، چې څه ډول يو داسې اپيليکېشن جوړ کړي، چې خلک يې دوامداره وکړي.

کله چې معظم د دې اپليکېشن ايډيا ترلاسه کړه، نو څو ځايونو کې يې خپله ايډيا وړاندې کړه، خو خلکو رد کړه، وروسته يې د خپلې يوې پروژې لپاره همدا اپليکېشن غوره کړ او په پوهنتون کې يې وړاندې کړ، چې هلته خلکو ډېر خوښ کړ.

ورزشي اپليکېشن ٢

د پوهنتون مسوولينو ورسره بيا مرسته وکړه او هغه او د هغه ملګرو ته يې يو ځانګړى ځاى ورکړو، تر څو په دې اپليکېشن باندې کار وکړي.

معظم وايي، په لومړي ځل چې دوى اپليکېشن جوړ کړ، نو ورته معلومه شوه چې دوى کومه ټېکنالوژي کارولې ده، هغه تر ټولو بېکاريه ټېکنالوژي ده، نو يو ځل بيا دوى له سره د اپليکېشن په جوړولو پيل وکړ.

دغه اپليکېشن ته دوى د (ورتي واک) يعنې د ګټور تګ نوم ورکړ او بيا د ټېسټ کولو نه وروسته د ٢٠١٩ کال د دسمبر په مياشت کې يې د ګوګل په پلى سټور کې خپور کړ.

دا اپليکېشن چې يوازې د ګوګل په پلى سټور کې شته، درې پاڼې لري، په لومړۍ پاڼه يې ستاسې ټول معلومات ليکلي و، همدا راز دې اپليکېشن ته د (نبز) په نوم باندې کرنسي جوړه شوې ده.

په دې اپليکېشن کې اوس يوازې دوه ورزشونه دي، يعنې پياده تګ او په سايکل تګ، کله چې تاسې دا اپليکېشن چالان کړئ او ورزش کوئ، نو تاسې ته په بدل کې (نبز) درکول کېږي.

ورزشي اپليکېشن ٣

همدا راز تاسې څومره (نبز) ګټلي دي، دا هم درته ښايي او د نورو کسانو سره ستاسې مسابقه هم روانه وي، هر څوک چې په مياشت کې مخکښ راغى، نو هغه ته ډالۍ هم ورکول کېږي.

دا په دې هم ډېر ګټور دى، چې انسان دې ته مجبوروي چې له نورو سره مسابقه وکړي او اونۍ وروسته له ورزش څخه لاس وانخلي.

معظم وايي، کله چې دوى دا اپليکېشن وړاندې کړ، نو کورونا راغله، خو دوى اوس په دې هڅه کې دي چې نور انلاين کاروبارونه دې اپليکېشن ته راجلب کړي.

اوسمهال په دې اپليکېشن کې يوازې پنځه شرکتونه راجستر دي.

دا اپليکېشن چې د ګوګل سولوشنز چېلنج ٢٠٢٠ کال کې يې دريم مقام ترلاسه کړى و، دا مسابقه هر کال په دې خاطر کېږي چې د ځوانان د ټېکنالوژۍ په مرسته ستونزو ته حللارې پېدا کړي.

معظم مقصود

دا اپليکېشن اوس هم ځينې ستونزې لري، خو معظم وايي، چې هغه او د هغه ټيم په دې باندې کار کوي او په دې هڅه کې دي چې په اپليکېشن کې هر ډول ستونزې ختمې کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

د مخ ماسک، شيلډ او جيکټ

کورونا د ژوند کړه وړه بدل کړه، راتلونکې نړۍ به څنګه وي؟

کورونا ويروس چې په ټوله نړۍ کې خپور شوى دى، ساينسپوهان او روغتياپالان وايي، چې …