کورپاڼه / هنر او کلتور / اريان خان: په ملي بېرغ چې کليمه ووينم، عجيب احساس راکوي او د ښکلا سمبول راته ښکاري
اريان خان

اريان خان: په ملي بېرغ چې کليمه ووينم، عجيب احساس راکوي او د ښکلا سمبول راته ښکاري

افغان هنرمند اريان خان وايي، چې په وياړلي ملي بېرغ کې کليمه وينم، نو يو عجيب احساس راکوي او همدا راز د دنيا د رنګينې ښکلا سمبول راته ښکاري.

دوه ورځې وروسته، يعنې د زمري يا اسد په ٧مه نېټه (٢٨ جولاى) د هېواد د ملي او وياړي بېرغ ورځ ده، چې د نورو کلونو په څېر دا ځل هم د دې ورځې د لمانځلو لپاره ځانګړې تيارۍ نيول کېږي.

د نورو هېوادوالو تر څنګ مشهور هنرمند اريان خان هم د ملي بېرغ د دې ورځې په تړاو په خپل فېسبوک کې يو پوسټ کړى دى.

اريان خان ليکلي دي: ((په وياړلي ملي بېرغ کې چې (لآ اِلَهَ اِلّا اللّهُ مُحَمَّدٌ رَسُوُل اللّهِ) کليمه وينم، د يوه عجيب احساس تر څنګ د دنيا د رنګينې ښکلا سمبول راته ښکاري.))

اريان خان ١

نوموړى همدا راز ليکي: ((د وطن بېرغ به پورته په جهان کړم دا پېمان کړم، دا به وښايم جهان ته چې افغان يم.)) هغه وايي چې د وياړلي ملي بېرغ په وياړ د نړۍ په کوم ډګر کې چې زما د هېواد د بېرغ او تاريخ خبره کېږي، زما په وينه کې د لوى افغانستان جذبه، جنون او احساس راپارېږي.

اريان خان همدا راز په خپل پوسټ کې مخکې ليکي: ((زه د يو افغان په صفت دا خپله دنده بولم چې د خپل ستر تاريخ او فرهنګ او د خپلو نومياليو مېړنيو لکه ميروېس نيکه، احمد شاه بابا نعره په شعر او ترنم انځور کړم.))

اريان خان ٢

د خپل پوسټ په پاى کې اريان خان ليکلي: ((هر افغان بايد دا خپله دنده او حق وبولي چې د نړۍ په هر ګوټ، هر ډګر کې دغه شان خپل مسووليت ادا کړي.))

د يادولو وړ ده چې اريان خان اوس مهال په هند کې دى او وايي چې په ځينو هنري پروژو باندې کار کوي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سهانا خان

د شاه رخ خان لور: زه په خپل رنګ او ونه خوشحاله يم، د رنګ توپير بايد نور ختم شي

د هندي سينما د مخکښ هنرمند شاه رخ خان لور سهانا خان په ټولنيزو رسنيو …