کورپاڼه / بېلا بېل / هند: د بابري جومات پر ځاى د هندوانو مندر جوړېږي، مودي به يې د بنسټ ډبره ږدي
بابري جومات

هند: د بابري جومات پر ځاى د هندوانو مندر جوړېږي، مودي به يې د بنسټ ډبره ږدي

د هند په ايوديا کې هغه ځاى کې، چېرته چې تاريخي بابري جومات و، اوس به هلته د هندوانو عبادتځى مندر جوړېږي. راتلونکې مياشت کې به د دې مندر د بنسټ ډبره د هند لومړى وزير نريندرا مودري کېږدي.

د اسوسيټيډ پرېس اژانس د راپور په وېنا، د دغه مندر جوړولو لپاره جوړې شوې کمېټې رسنيو ته ويلي دي، چې راتلونکې مياشت د مندر د بنسټ ډبرې پروګرام ترسره کېږي، چې د هند لومړى وزير نريندرا مودي به هم پکې ګډون وکړي.

د هند د اترپردېش ايالت په ايوديا ښار کې د مغل واکمنانو په وخت کې په ١٦مه پېړۍ کې دا جومات جوړ شوى و، چې بابري جومات نوم يې و او په ١٩٩٢ کال کې هندي سختدريځو ړنګ کړ.

سختدريځي هندوان وايي، چې دا جومات په هغه ځاى جوړ شوى و، چېرته چې (رام) پېدا شوى و، نو ځکه په دې ځاى باندې بايد د (رام مندر) جوړ شي.

د بابري جومات د ړنګولو دا دوسيه کلونه روانه وه، چې په دې وروستيو کې د هند سترې محکمې د بابري جومات پر ځاى د رام مندر جوړولو په حق کې پرېکړه وکړه.

بابري جومات ١

د دغه مندر جوړولو لپاره ټاکل شوې کمېټه وايي، چې د دې مندر د بنسټ ډبره د اګست په پنځمه نېټه ايښودل کېږي او دا نېټه ځکه ټاکل شوې ده، چې د هندوانو لپاره يوه د خوشحالۍ ورځ ده.

بل لوري ته ويل کېږي چې د اګست په پنځمه نېټه به د هند تر ولکې لاندې د کشمير د ځانګړي حېثيت ختمولو يو کال هم پوره شي، نو ځکه د رام مندر د جوړولو لپاره همدا نېټه ټاکل شوې ده.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې په دې غونډه کې به د کورونا له امله لږ خلک ګډون وکړي، د هند په ملي ټلويزيون به دا ټول مراسم په ژوندۍ بڼه وښودل شي.

د بابري جومات په ړنګولو په هند کې د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ ډېر فسادونه هم رامنځته شوي و.

Loading...

دا هم ولولئ

هندواڼې

په ٦٠ ثانيو کې په سر د ايښودل شويو هندواڼو نړيوال ريکارډ جوړ شو

د مالېزيا اوسېدونکي په ٦٠ ثانيو کې د ٥٠ هندواڼو پرې کولو نړيوال ريکارډ جوړ …