کورپاڼه / هنر او کلتور / د پښتو ژبې مخکښ هنرمند هارون باچا ٤٨ کلن شو
هارون باچا

د پښتو ژبې مخکښ هنرمند هارون باچا ٤٨ کلن شو

د پښتو ژبې مخکښ هنرمند هارون باچا چې تل يې د لر و بر وطن او لوى افغانستان لپاره سندرې ويلي دي، نن د ٤٨ کلونو شو. هغه په ١٩٧٢ کال کې د جولاى په ٢٧مه نېټه د پښتونخوا د صوابۍ په پنجپير کې زېږېدلى و.

نوموړي په پنجپير ښوونځي او د پېښور نمبر ١ ښوونځي کې زده کړې ترلاسه کړې، همدا راز اېډورډز کالج کې له ليسانس نه فارغه شو او د پېښور پوهنتون کې يې بيا په سوشل ورک کې د ماسټرۍ ډګري ترلاسه کړه.

هارون باچا

هارون باچا په ١٩٩٢ کال کې د موسيقۍ نړۍ ته راغى او کله چې بيا هغه د (اول به کله کله غم و) ټپې وويلې نو هغه ته يې ډېر شهرت ورکړ، بلکې هارون باچا ټپې ته هم ډېر شهرت ورکړ.

تراوسه پورې نوموړي شاوخوا پنځوس د سندرو البمونه ريکارډ کړي دي، چې هر يو البم يې تر بل خلکو ډېر خوښ کړى دى.

هارون باچا اوس په پراګ کې ژوند کوي او هلته د مشال راډيو سره هم کار کوي. نوموړى په مشال راډيو کې د (هارون باچا هنري ګړۍ) په نوم يوه هنري خپرونه هم چلوي، چې له هنرمندانو سره پکې مرکې کوي.

په اوسنيو وختونو کې هارون باچا يو د غزل ښه سندرغاړى دى، د هغه اوسنۍ سندرې هم خلک ډېر په مينه اوري له يو بل څخه يې سندرې د پېغام له لحاظه هم ډېرې په زړه پورې وي.

نوموړي بې شمېره ژوندي کنسرټونه هم ورکړي دي، چې خلکو يې له موسيقۍ څخه خوند اخيستى دى. د هغه په وروستيو سندرو کې (داستان، ټپې او ژوند کشالې کشالې) شاملې دي چې ټپې يې د کوچني اختر نه څو ورځې وړاندې خپرې شوې وې او ژوند کشالې کشالې يې اوس اوس تازه خپره شوې سندره ده.

د پښتو ژبې دا نوموتى هنرمند په افغان وطن مين دى او تل يې د لوى افغانستان د جوړولو فکر له ځان سره لرلى.

دا هم ولولئ

ډوین جانسن: په ماشومتوب کې به خلکو انجلۍ ګڼلم

د هالیووډ د فلمونو ستوری او مشهور ریسلر ډوین جانسن (دی راک) د خپل تېر …