کورپاڼه / کرکټ / د انګلستان زبردسته لوبه، ويسټ انډيز توپوهنه کې ناکامه، هدف ٣٩٩
سټارټ بروډ

د انګلستان زبردسته لوبه، ويسټ انډيز توپوهنه کې ناکامه، هدف ٣٩٩

د انګلستان او ويسټ انډيز په دريمه او وروستۍ ټېسټ لوبه کې انګلستان په توپوهنه او توپ اچونه کې بريالى دى، خو ويسټ انډيز بيا په توپوهنه کې ناکامه ښکاري.

انګلستان د ويسټ انډيز لوبډلې ته د ٣٩٩ منډو هدف ټاکلى دى، خو ويسټ انډيز په ١٠ منډو ٢ لوبغاړي له لاسه ورکړي دي، چې د پيل توپوهونکى جان کېمبل يې په صفر او کيمار روچ يې په ٤ منډو سوځېدلى دى.

د انګلستان او ويسټ انډيز دريمه ټېسټ لوبه چې د جولاى په ٢٤مه په مانچسټر کې پيل شوه، د لوبې پچه ويسټ انډيز وګټله او لومړى يې د انګلستان لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

انګلستان په لومړۍ پاڼۍ کې ٣٦٩ منډې وکړې، چې اولي پاپ ٩١، جاس بټر ٦٧، سټارټ بروډ ٦٢ او روري برنز ٥٧ منډې ترلاسه کړې. همدا راز د ويسټ انډيز له لوري کيمار روچ ٤، شانن ګبريل او روسټون چيس ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

خو په ځواب کې يې ويسټ انډيز لوبډله په توپوهنه کې ونه ځلېده او تر ټولو زياتې منډې لوبډلمشر جېسن هولډر وکړې چې ٤٦ وې، ويسټ انډيز په ١٩٧ منډو خپلې ټولې ويکټې له لاسه ورکړې.

د انګلستان له لوري بيا سټارټ بورډ په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او د ٣١ منډو په بدل کې يې ٦ لوبغاړي له مېدانه بهر کړل، همدا راز جېمز انډرسن هم ٢ ويکټې واخيستې.

انګلستان په دويمه پاڼۍ کې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو ٢٢٦ منډې وکړې او خپله پاڼۍ يې ختمه يا ډيکلېر کړه. روري برنز ٩٠، ډام سبلي ٥٦ او جو روټ ٥٨ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د ويسټ انډيز له لوري جېسن هولډر او روسټون چيس ١-١ ويکټ واخيسته.

د انګلستان د ٣٩٩ منډو د هدف په تعقيب کې ويسټ انډيز د ورځې تر پاى پورې ١٠ منډې وکړې او دوه ويکټې يې له لاسه ورکړې. نن چې د لوبې څلورمه ورځ ده، ويسټ انډيز به د هدف پوره کولو او انګلستان به د ويکټو اخيستو په هڅه کې وي، خو په لوبه کې د انګلستان د بريا چانس ډېر دى.

دا دريمه او وروستۍ ټېسټ لوبه ده، چې تر دې مخکې دواړو په يوه يوه ټېسټ لوبه کې بريا خپله کړې ده او د دې ټېسټ لوبې له بريا سره به لوبلړۍ هم د يادې لوبډلې په نوم شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …