کورپاڼه / کرکټ / رحمان الله ګربز: افغانستان زما زړه دى
رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: افغانستان زما زړه دى

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ويکټ ساتونکى او پيليز او چټک ځوان توپوهونکى رحمان الله ګربز وايي چې افغانستان مې زړه دى.

د زمري يا اسد ٧مه نېټه د بېرغ ملي ورځ ده، چې نه يوازې په دولتي کچه د دې ورځې لمانځلى ته تيارى نيول شوى دى، بلکې ولس هم د دې ورځې لمانځنې لپاره چمتووالى نيسي او په ټولنيزو رسنيو کې هم خلک په دې اړه پوسټونه کوي.

په داسې کې د ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړي هم تر چا وروسته نه دي او د دې ورځې د لمانځنې په پار د درې رنګه ملي بېرغ سره خپل عکسونه په ټولنيزو رسنيو کې خپروي.

په د لړ کې ځوان او چټک توپوهونکي رحمان الله ګربز هم په خپل فېسبوک کې درې عکسونه خپاره کړي دي، چې له ملي بېرغ سره ولاړ دى او ورته يې ليکلي دي: ((افغانستان زما زړه دى.))

بل خوا د ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان هم د ملي بېرغ د ورځې په وياړ له ملي بېرغ سره خپل عکس په خپله فېسبوکپاڼه کې خپور کړى دى.

د ملي لوبډلې چټک توپ اچونکى افتاب عالم، چې تازه يې يو کلن بندېز پاى ته رسېدلى دى او د ملي لوبډلې په مياشتيني تمريناتي کمپ کې يې هم ګډون کړى، هغه هم د ملي بېرغ د ورځې په وياړ له ملي بېرغ سره خپل عکس خپور کړى دى او ټولو ته يې د دې ورځې مبارکي ويلې ده.

د يادولو وړ ده چې په هېواد کې د ملي بېرغ ورځ په لويه کچه لمانځل کېږي، چې په ټولنيزو رسنيو کې سر له اوسه خلک د دې ورځې په وياړ له ملي بېرغ سره اخيستل شوي عکسونه خپروي.

د زمري يا اسد ٧مه نېټه او د جولاى ٢٨مه نېټه، يعنې سبا به په ټوله هېواد کې د بېرغ ملي ورځ په دولتي او ولسي کچه ولمانځل شي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …