کورپاڼه / جالب / ولس د پارلمان غړى د پچې په اچولو وټاکه
پچه

ولس د پارلمان غړى د پچې په اچولو وټاکه

د ارام سمندر سره يو کوچنى هېواد چې نيئو نومېږي، په دغه هېواد کې خلکو د پارلمان لپاره غړى د پچې په اچولو سره وټاکلو.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، په ارام سمندر کې نيوزيلېنډ ته نږدې يو کوچنى هېواد چې نيئو نومېږي، پکې يوه جالبه پېښه ترسره شوه، چې هر څوک يې حېرانه کړل، هغه دا چې د پارلمان غړى د پچې په اچولو سره وټاکل شو.

په اصل کې د نيئو په يوه سيمه کې د پارلمان د غړي ټاکل د پچې له امله ځکه وشول، چې دواړو نوماندانو يو ډول رايې ترلاسه کړې وې.

د دغه سيمې د ګوتو په شمېر خلکو کې دواړو نوماندانو ٢٦-٢٦ رايې ترلاسه کړې وې، خو پارلمان ته يو کس تلونکى و، نو له دې امله د ټاکنو کمېسيون د دواړو ترمنځ د پچې اچولو پرېکړه وکړه.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، په دغه هېواد کې په ٢٠١٧ کال کې هم همدې ته ورته يوه پېښه شوې وه او د دوه نوماندانو ترمنځ بريالى نوماند د پچې اچولو سره معلوم شوى و.

د يادولو وړ ده چې دا جزيره يي هېواد نيئو ځان يو خپلواک او ازاد هېواد ګڼي، خو د نيوزيلېنډ سره د خپلواکو اړيکو ادعا هم لري، همدا لامل دى چې د دغه هېواد د دفاع او بهرنيو چارو ټوله ذمه واري هم د نيوزيلېنډ په غاړه ده، خو په نيئو هېواد کې جمهوري نظام دى او هر درې کاله وروسته پکې پارلماني ټاکنې هم ترسره کېږي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د دې هېواد نفوس ټول ١٧٠٠ کسان دي، همدا راز د دې ځاى خلکو ته په نيوزيلېنډ کې هم ځانګړې اسانتياوې او سهولتونه ورکول کېږي.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې د نيئو هېواد له ٣٠ زرو څخه زيات کسان بيا په مستقل ډول په نيوزيلېنډ کې مېشت دي.

Loading...

دا هم ولولئ

ماسک پراټه

ماسک او که پراټه؟ دا ويډيو تاسې هم وګورئ

په هند کې له طلا او الماسو وروسته داسې پراټې پخېږي، چې بېخي د کورونا …