کورپاڼه / بېلا بېل / د ښځې له وهلو وروسته خاوند له شرمه ځانوژنه وکړه
ښځه

د ښځې له وهلو وروسته خاوند له شرمه ځانوژنه وکړه

د هند په بنګال ايالت کې يو سړي خپلې ښځې او خواښې وهلى و، چې وروسته دغه سړي له شرمه او زړه ماتې له امله ځانوژنه وکړه.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د بنګال په علي پور ولسوالۍ کې يو ٤٥ کلن سړى خپلې ښځې او خواښې په جارو وهلى و، چې سړي دا خپل سپکاوى وګاڼه او له شرمه يې په خپل کور کې خپل ژوند ته د پاى ټکى کېښود.

په راپور کې ويل شوي، د دغه سړي مور د خپلې نږور او د هغې د مور پر ضد په پوليسو کې دوسيه ثبت کړې ده. دغه ښځه وايي، چې د هغې زوى د خپل لور ليدو لپاره خسرګنۍ کره تللى و، خو هلته خپلې ښځې او خواښې ډېر وهلى و.

په راپور کې زياته شوې ده، چې د دغه سړي مور زياتوي، کله چې يې زوي کور ته راغى، نو ماته يې ټوله کيسه تېره کړه، هغه بيا خپلې کوټې ته لاړ او وروسته چې ما وليدل نو ځان يې په پکي پورې ځوړند کړى و.

پوليسو له ځايي رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې دوى د يادې ښځې دوسيه ثبت کړې ده او د پېښې په تړاو يې پلټنې پيل کړې دي.

که څه هم پوليسو په دې تړاو څه نه دي ويلي، چې د ياد سړي د ښځې او خواښې پر وړاندې يې کوم ګام پورته کړى دى او که نه، خو وايي چې ډېر ژر به د يادې پېښې په تړاو دوى خپل وروستي معلومات له رسنيو سره شريک کړي.

د يادولو وړ ده چې هند يو له هغه هېوادونو څخه دى چې ډېرى خلک پکې په سخت غربت کې خپل ژوند تېروي، همدا راز ډېرې داسې پېښې پکې رامنځته کېږي چې هېڅ د منلو نه وي. د ښځو او خاوندانو ترمنځ هم پکې وخت نا وخت د کورني تاوتريخوالي پېښې ثبتېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

هندواڼې

په ٦٠ ثانيو کې په سر د ايښودل شويو هندواڼو نړيوال ريکارډ جوړ شو

د مالېزيا اوسېدونکي په ٦٠ ثانيو کې د ٥٠ هندواڼو پرې کولو نړيوال ريکارډ جوړ …