کورپاڼه / هنر او کلتور / په (بجرنګي بهايي جان) کې د (مني) رول لوبونکې نجلۍ اوس څنګه ښکاري؟
سلمان خان، نواز الدين صديقي او هرشالي ملهوتره

په (بجرنګي بهايي جان) کې د (مني) رول لوبونکې نجلۍ اوس څنګه ښکاري؟

د هندي سينما د تاريخ هغه فلم چې ډېرې پېسې يې ګټلې وې، هغه د سلمان خان مشهور فلم (بجرنګي بهايي جان) و، دا فلم شاوخوا پنځه کاله مخکې په سينماګانو کې نندارې ته وړاندې شوى و.

د (بجرنګي بهايي جان) فلم ډايريکټر کبير خان و او د سلمان خان تر څنګ پکې کرينه کپور خان هم کار کړى و، همدا راز په دې فلم کې هغه نوې هنرمنده چې خلکو يې کار ډېر خوښ کړ، يوه ماشومه وه چې هرشالي ملهوتره نومېده.

سلمان خان او هرشالي ملهوتره

د معلوماتو له مخې، په (بجرنګي بهايي جان) فلم کې هرشالي ملهوتره د (مني) رول لوبولى و، دا ټول فلم د همدې نجلۍ د رول تر څنګ چورلي.

مني (هرشالي) چې د پاکستان تر ولکې لاندې د کشمير اوسېدونکې او ګونګۍ نجلۍ وه، د هند په هريانه ښار کې ورکېږي او بيا سلمان خان ته په لاس ورځي، هغه ته معلومات کېږي چې دا نجلۍ د پاکستان اوسېدونکې ده او هغه بيا دا نجلۍ پاکستان ته بوځي، تر څو خپلې کورنۍ ته يې ورسوي و په دې لړ کې له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي.

د دې فلم د نندارې ته وړاندې کېدو پنځه کلونه پوره شوي دي او د دغه فلم (مني) اوس ډېره بدله شوې ده.

 

View this post on Instagram

 

Celebrating my birthday at the time of lockdown with home made cakes by my mother and brother …

A post shared by Harshaali Malhotra (@harshaalimalhotra_03) on


د دغه فلم له کاميابېدو وروسته نه يوازې د فلم ډېره ستاينه وشوه بلکې په دې فلم کې د هرشالي ملهوتره کار هم خلکو ډېر وستايلو. له هغه وروسته هرشالي ملهوتره د ارجن رامپال سره په (ناستک) فلم کې کار وکړ، دا فلم چې په ٢٠١٧ کال کې ثبت شوى دى، تراوسه پورې نندارې ته نه دى وړاندې شوى.


که څه هم د (بجرنګي بهايي جان) نه وروسته د هرشالي ملهوتره بل کوم فلم نندارې ته نه دى وړاندې شوى، خو دغه يو فلم هغه ډېره مشهوره کړه او اوس يې هم خلک په اړه خبرې کوي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سنجو

د رنبير کپور کليزه؛ د هغه د کيرير ٥ غوره فلمونه

رنبير کپور د هندي سينما يو مخکښ هنرمند دى، چې د خپل فلمي ژوند په …