کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د سمندر په بېخ يا تل کې تر ټولو ستر څېړنيز مرکز جوړېږي
سمندري څېړنيز مرکز

د سمندر په بېخ يا تل کې تر ټولو ستر څېړنيز مرکز جوړېږي

په تاريخ کې په لومړي ځل د سمندر په بېخ يا تل کې يو لوى څېړنيز مرکز او د اوبو د ژوندي موجوداتو لپاره ځاى جوړېږي.

دا پروژه چې د پروټيس نوم ورته ورکړل شوى دى، ډېرې برخې به ولري چې د نړۍ له ګوټ ګوټ نه به ساينسپوهان ورته راځي او د سمندر او د سمندري حېواناتو په اړه به پکې څېړنې کوي.

دلته به بېلا بېلې څېړنې او تجربې کېږي، لکه د سمندري موجوداتو څخه واخله، د اوبو او هوا د بدلون او نور ډېر څه په اړه.

په دې ځاى کې به د څېړنې يا تجربې ځايونه، د اوسېدو لپاره ځانګړى ځاى، روغتيايي مرکز او مون پول شامل وي، چې خلک به وکولاى شي د سمندر په تل کې وګرځي. همدا راز دا ټول مرکز به په شيشه کې بندېږي او هلته به ترکاري او نور شيان هم کرل کېږي، د برق لپاره به شمسي پلانټ لګول کېږي او د ويډيوګانو جوړولو لپاره به يو پروډکشن جوړېږي. په دې مرکز کې به د سونامي او سمندري توپانونو په اړه هم معلومات ترلاسه کېږي او ويل کېږي چې په دې برخه کې به دا مرکز ډېره مرسته وکړي.

پروټيس ته د سمندر په بېخ يا تل کې د نړيوال خلايي يا فضا سټېشن ويل کېږي، چې حکومت او د شخصي ادارو پوهان به پکې کار کوي او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه به ورته ساينسپوهان غوښتل کېږي.

د يادولو ده چې د دې مرکز بنسټګر فيبين کوسټو دى، چې د مشهور ساينسپوه ياک دي کوسټو لمسى دى.

فيبين وايي، چې دا سمندري څېړنيز مرکز تر خلايي سټېشن نه ١٠٠٠ دومره ډېر مهم دى، ځکه زموږ ژوند له سمندر سره تړلى دى. هغه وايي چې موږ تراوسه پورې په ډېره ګرانه د سمندر ٢٠ سلنه برخه ليدلې ده، نو په همدې خاطر دوى په خپله پروژه په ډېرې چټکۍ سره کار کوي.

د پروټيس په دې پروژه کې به د سمندري موجوداتو لپاره ځانګړي کورونه هم جوړېږي او دلته به پوهان شپه او ورځ، بلکې په اونيو پاتې کېږي او خپلې څېړنې به کوي.

د يادولو وړ ده چې تر دې مخکې د فلورېډا سره د سمندر په ژوره کې يو کوچنى څېړنيز مرکز جوړ شوى دى، چې ساينسپوهان پکې شپه او ورځ څېړنې کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

د مخ ماسک، شيلډ او جيکټ

کورونا د ژوند کړه وړه بدل کړه، راتلونکې نړۍ به څنګه وي؟

کورونا ويروس چې په ټوله نړۍ کې خپور شوى دى، ساينسپوهان او روغتياپالان وايي، چې …