کورپاڼه / کرکټ / يوراج سينګ: کرکټ بورډ په وروستيو کې له ما، هربجن، ظهير او سهواګ سره غېر مسلکي چلند وکړ
يوراج سينګ

يوراج سينګ: کرکټ بورډ په وروستيو کې له ما، هربجن، ظهير او سهواګ سره غېر مسلکي چلند وکړ

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانى الراونډر يوراج سينګ د هند کرکټ بورډ باندې نيوکې کړې دي او ويلي يې دي چې په وروستيو کې يې له هغه سره غېر مسلکي چلند وکړ.

يوراج سينګ چې د هند کرکټ ملي لوبډلې يو له تکړه الراونډرانو څخه و، په مډل ارډر کې يې په چپ لاس توپوهنه کوله او ورو ارتوډوکس توپ اچونکى و.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، يوراج سينګ د ٢٠١٩ کال نړيوال جام لوبډلې برخه و، خو د سريلانکا له سفر وړاندې هغه په يو يو ټېسټ کې له ناکامۍ وروسته له لوبډلې کېنول شو، که څه هم نوموړي وروسته يو يو ټېسټ کامياب کړ، خو لوبډله کې بيا وانخيستل شو، همدا لامل شو چې نوموړي تېر کال له نړيوال کرکټ څخه استعفا ورکړه.

يوراج سينګ وايي، چې د کيرير په وروستيو کې د هند کرکټ بورډ چلند له ماسره غېر مسلکي و. هغه وويل چې کرکټ بورډ له هربجن سينګ، ظهير خان او وريندر سهواګ سره هم غېر مسلکي چلند کړى او له بده مرغه کرکټ بورډ کې همدا کلتور روان دى.

٣٨ کلن يوراج سينګ د هند لپاره لومړۍ ټېسټ لوبه په ٢٠٠٣، لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ  لوبه په ٢٠٠٠ او لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه په ٢٠٠٧ کال کې ترسره کړې وه.

همدا راز نوموړي وروستۍ ټېسټ لوبه په ٢٠١٢، وروستۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه په ٢٠١٧ او نړيواله شل اوريزه لوبه هم په همدغه کال کې ترسره کړې وه.

يوراج سينګ د هند لپاره په ٤٠ ټېسټ، ٣٠٤ نړيوالو يو ورځنيو او ٥٨ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ګډون کړى و.

نوموړي په ټېسټ لوبو کې ١٩٠٠، په يو ورځنيو لوبو کې ٨٧٠١ او په شل اوريزو لوبو کې ١١٧٧ منډې ترلاسه کړې وې، همدا راز په ټېسټ کې هغه ٩، په يو ورځنيو کې ١١١ او شل اوريزو کې ٢٨ ويکټې هم اخيستې وې.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …