کورپاڼه / هنر او کلتور / د هندي سينما پښتون هنرمند امجد خان ۲۸م تلين؛ اوس يې هم ډيالوګ د خلکو په خوله دي
امجد خان

د هندي سينما پښتون هنرمند امجد خان ۲۸م تلين؛ اوس يې هم ډيالوګ د خلکو په خوله دي

امجد خان د هندي سينما هغه هنرمند دى، چې په فلمونو کې يې د ويلن يا بدمعاش کردارونو ته ژوند ورکړ، که چېرته هغه په ځينو فلمونو کې کار نه واى کړى، ښايي د بدمعاشونو کردارونه دومره نه واى مشهور شوي.

د امجد خان لپاره (شعلې) فلم هغه فلم و چې نوموړى يې د هنرمندانو په لومړي کتار کې ودراوه، دا هغه فلم دى چې ٤٥ کاله پخوا نندارې ته وړاندې شوى او د هند يو کامياب فلم وبلل شو. د دغه فلم ډيالوګونه اوس هم د خلکو په خوله دي.

د دې فلم کيسه سليم-جاوېد ليکلې وه، خو دواړو په دې فلم کې د ګبر سينګ د کردار لپاره د امجد خان د اخيستو مخالف و او ويل يې، چې دا ډېر مهم کردار دى او امجد خان يې نه شي کولاى.

د دې فلم ډايريکټر رمېش سيپي و، هغه د سليم-جاوېد تر مخالفت پرته هم هغوى ته ډاډ ورکړ، چې که امجد خان کومې خامۍ لري، نو دوى به د هغه د خامۍ په ليرې کولو کار وکړي.

امجد خان ٢

وروسته چې دا فلم جوړ او نندارې ته وړاندې شو، که څه هم په دې فلم کې د اتلانو کردارونه اميتاب بچن او درميندرا لوبولي و، خو دا فلم د امجد خان په نوم ياد شو.

اوس هم دا فلم خلک په شوق ګوري او دا فلم د امجد خان په کردار (ګبر سينګ) مشهور دى، ډېرى خلک خو د دې فلم نوم هم د (شعلې) پر ځاى (ګبر سينګ) يادوي، ځکه دا فلم همدې کردار داسې مقام ته ورساوه، چې ښايي ډېر کم فلمونه يې ترلاسه کړي.

تر دې فلم مخکې چې په امجد خان کومه نيوکه کېده، هغه د ده په غږ وه، ويل کېدل چې د امجد خان غږ داسې نه دى چې دا ډيالوګونه دې په سمه توګه ووايي، خو د امجد خان ويل شوي ډيالوګونه (کتنى آدمى تهى؟، تيرا کيا هوګا کاليا؟ سوجا سوجا ورنه ګبر اجايى ګا، کتنا انعام رکها هى سرکار هم پر؟) دومره ډېر مشهور شو، چې اوس هم خلکو ته په ياد دي.

امجد خان او اميتاب بچن

دغه فلم په خپل وخت کې په لوړ مصارف جوړ شوى و، خو امجد خان ته پکې د هغه د کار کولو په بدل کې يوازې ١٠ روپۍ ورکړل شوې وې، چې هغه په خوشحالۍ اخيستې وې.

همدا هغه فلم و چې امجد خان ته يې په هندي سينما کې ځانګړى شهرت ورکړ او همدا هغه فلم و چې په هندي سينما کې د بدمعاشانو يا ويلن کردار کې انقلاب راوست.

امجد خان په ١٩٤٠ کال کې د نومبر په ١٢مه نېټه په پېښور کې په يوې پښتنې کورنۍ کې زېږېدلى و، د هغه نور وروڼه امتياز خان او عنايت خان هم په فلمونو کې کار کړى و.

امجد خان د باندرې په انډريو عالي لېسه کې زده کړې کړې وې او له هغه وروسته يې په ار ډي ملي کالج کې زده کړې ترلاسه کړې وې.

په ١٩٦٥ کال کې نوموړي په لومړي ځل په هندي فلمونو کې کار وکړ او تر خپلې مړينې، يعنې ١٩٩٢ کال پورې هغه په هندي سينما کې پاتې شو، چې تر ټولو مشهور فلم يې (شعلې) دى.

امجد خان ١

هغه د شايله خان سره واده کړى و او درې ماشومان يې درلودل، چې شاداب خان، اهلم خان او سيماب خان نومېده.

امجد خان د ١٩٩٢ کال د جولاى په ٢٧مه نېټه د ٥١ کلونو په عمر د هند په بمبۍ (اوس ممبۍ) کې ومړ.

امجد خان په دادا، يارانه، ما قسم او شعلې فلم کې د کار کولو لپاره جايزې هم ترلاسه کړې وې. امجد خان په شاوخوا ٢٠٠ فلمونو کې کار کړى و.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …