کورپاڼه / هنر او کلتور / مشهوره هنرمنده ايشوريه راى له کورونا روغه او له روغتون رخصت شوه
ايشوريه راى بچن

مشهوره هنرمنده ايشوريه راى له کورونا روغه او له روغتون رخصت شوه

د هندي فلمونو مشهوره هنرمنده ايشوريه راى بچن او د هغې لور اراديا بچن د کورونا ويروس ټېسټونه منفي راوتلي دي، چې له روغتون څخه کور ته رخصت شوي دي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، ايشوريه راى بچن او اراديا بچن چې د کورونا له امله د ممبۍ په يو روغتون کې بستر و، د ټېسټونو له منفي راوتلو وروسته دواړه کور ته رخصت شوې.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د هغې خاوند ابيشيک بچن او خسر اميتاب بچن لا هم د کورونا له امله په روغتون کې بستر دي.

ايشوريه راى بچن او اراديا بچن

ابيشيک بچن په خپل ټويټر د خپلې مېرمنې او لور د روغتون نه د رخصت کېدو خبر ورکړى دى او له مينه والو يې مننه کړې ده، چې هغوى د دوى د روغتيا لپاره دعاوې کړي دي.

هغه همدا راز ليکلي، چې زه او پلار مې (اميتاب بچن) لا هم په روغتون کې بستر يو او ډاکټران مو څارنه کوي.

د يادولو وړ ده چې ١٦ ورځې مخکې مشهور هنرمند اميتاب بچن په ټويټر کې ليکلي و، چې د هغه د کورونا ټېسټ مثبت راغلى دى او هغه په روغتون کې بستر شوى دى. د هغه له ټويټ لږ ساعت وروسته ابيشيک بچن هم ټويټ وکړ او وې ويل چې هغه او پلار يې دواړه د کورونا له امله په روغتون کې بستر دي.

ايشوريه راى بچن ١

يوه ورځ وروسته بيا د ايشوريه راى بچن او اراديا بچن د کورونا ټېسټونه هم مثبت راغلل، خو دواړه په خپل کور کې کرنټين شوې. څو ورځې وروسته ايشوريه راى د تنفس له مشکل سره مخ شوه، چې له هغې وروسته دواړه لور او مور روغتون ته انتقال شوې.

د اميتاب بچن مېرمن جيا بچن بيا له کورونا بچ وه او د هغې د کورونا ټېسټونه منفي راغلي و.

د يادولو وړ ده چې هند يو له هغه هېوادونو څخه دى چې د کورونا ويروس څخه ډېر اغېزمن شوى دى.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سهانا خان

د شاه رخ خان لور: زه په خپل رنګ او ونه خوشحاله يم، د رنګ توپير بايد نور ختم شي

د هندي سينما د مخکښ هنرمند شاه رخ خان لور سهانا خان په ټولنيزو رسنيو …