کورپاڼه / کرکټ / لطف الله ستانکزى په خپله دنده کې د ناکامۍ له امله له دندې ګوښه شو
لطف الله ستانکزى

لطف الله ستانکزى په خپله دنده کې د ناکامۍ له امله له دندې ګوښه شو

د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس لطف الله ستانکزى له خپلې دندې ليرې کړاى شو. کرکټ بورډ وايي چې هغه يې د خرابې کارکردګۍ، مديريتي بې غورۍ او له مديرانو سره د بد سلوک له امله ليرې کړى دى.

د افغانستان کرکټ بورډ په خپله وېبپاڼه کې ليکلي دي، چې لطف الله ستانکزي ته تر دې دمخه شفاهي او تحريري اخطاريې ورکړل شوې وې.

د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د کرکټ بورډ د اجراييه رياست بست به د ازاد رقابت له لارې اعلان ته ځي او له هغه وروسته به د کرکټ بورډ د بشري سرچينو د اصولو مطابق وړ کس ټاکل کېږي.

د فرهان يوسفزي لېټر

خپلواک وېبپاڼې د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رييس فرهان يوسفزي له لوري هغه لېټر هم ترلاسه کړى دى، چې د لطف الله ستانکزي له دندې د ګوښه کېدو په اړه دى او درې لاملونه يې پکې ښکاره کړي دي.

د يادولو وړ ده چې لطف الله ستانکزى شاوخوا يو کال مخکې د کرکټ بورډ د بورډ غړو تر مرکې وروسته د افغانستان کرکټ بورډ د اجراييوي رييس په توګه مقرر شوى و.

خو پر نوموړي له دې امله سختې نيوکې کېدې، چې د شاوخوا يو کال په تېرېدو يې هم کومه لاسته راوړنه نه درلوده، ملي لوبډله وزګاره ناسته وه، نړيوالې لوبې نه وې او ان تر دې چې هغه په دوبۍ بند و او د اى سي سي په غوڼدو کې يې ګډون هم نه شو کولى.

همدا راز ويل کېږي چې عمومي رييس او اجراييوي رييس په پرېکړو کې موافقه هم نه درلوده او د يو بل د پرېکړو مخالفت يې کاوه.

همدا راز ويل کېږي چې د کرکټ بورډ ٩٥ سلنه منېجران له نوموړي څخه په تنګ شوي و او عمومي رييس فرهان يوسفزي ته يې په ليکلې بڼه څو څو ځلې شکايتونه هم کړي و.

شاوخوا يوه اونۍ مخکې هم دا خبرونه ورکړل شوي و، چې لطف الله ستانکزى له دندې ليرې شوى دى، خو په رسمي ډول هغه مهال اعلان نه و شوى.

دا هم ولولئ

عرفان پټان او محمد شامي

سچن ټنډولکر، محمد شامي او نورو هندي لوبغاړو مسلمانانو ته د اختر مبارکي ورکړه

د سعودي عربستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په ټولو اسلامي هېوادونو کې پرون …