کورپاڼه / بېلا بېل / د پاکستان پېنډۍ ښار ته لوڅې نجونې راوتلي او څو ساعته په بازارونو کې ګرځېدلي
پاکستان

د پاکستان پېنډۍ ښار ته لوڅې نجونې راوتلي او څو ساعته په بازارونو کې ګرځېدلي

د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد سره جوخت ښار پېنډۍ کې څو نجونې بازارونو ته راوتلي دي، چې په تن يې هېڅ کالي نه ول او لوڅې وې، د څو ساعتونو لپاره په بازارونو کې ګرځېدلي دي او بيا په موټرو کې بېرته تللي.

د معلوماتو له مخې، په ټويټر کې په لسګونو کسانو د هغه نجونو عکسونه خپاره کړي دي، چې د پاکستان په مشهور ښار پېنډۍ کې لوڅې ګرځېدلي دي.


ځينو کسانو ليکلي دي، چې د جولاى په ١٩مه نېټه پنځه بجې او ٣٠ دقيقې باندې په پېنډۍ کې يوې نجلۍ خپل کالي ويستي او په سرکونو ګرځېدلې ده.

دوى وايي، چې دغه نجلۍ د SCO نه تر قاسم مارکيټ پورې تللې ده، چې هلته بيا موټر ته ختلې ده او همدا راز له هغه ځايه پير ودايي ته تللې ده او بيا پېښور موړ ته تللې.


خو ځينو کسانو بيا ليکلي دي، چې په دغه ورځ يوه نه، بلکې درې نجونۍ لوڅې ګرځېدلي دي.

په ټولنيزو رسنيو کې پاکستانيان وايي، چې دا هغه نجونې دي، چې د ښځو لپاره حقونه غواړي او دوى بيا په پېنډۍ کې داسې ګرځي.

همدا راز ځينو کسانو ليکلي دي، چې دا اروپا او امريکا نه ده، بلکې د پاکستان اسلامي جمهوريت دى او په اسلامي جمهوريت کې بيا د ښځو داسې لوڅ ګرځېدل څه معنا لري؟


همدا راز په ځينو ټويټونو کې ويل شوي دي، چې دا د عمران خان (د پاکستان لومړى وزير) هغه اسلامي رياست دى، چې نجونو پکې اخر کالي هم وويستل.

په ټولنيزو رسنيو کې بيا ډېرى خلکو له حکومت څخه غوښتنه کړې ده، چې د دې په اړه دې څېړنه وکړي او دا نجونې دې معلومې کړي، چې دا څوک دي او د څه لپاره يې دا کار کړى دى.

Loading...

دا هم ولولئ

هندواڼې

په ٦٠ ثانيو کې په سر د ايښودل شويو هندواڼو نړيوال ريکارډ جوړ شو

د مالېزيا اوسېدونکي په ٦٠ ثانيو کې د ٥٠ هندواڼو پرې کولو نړيوال ريکارډ جوړ …