کورپاڼه / کرکټ / “اصغر افغان د روزونکي او غوراوي کمېټې مشر خبره نه مني، هر څه په خپله خوښه کوي”
اصغر افغان

“اصغر افغان د روزونکي او غوراوي کمېټې مشر خبره نه مني، هر څه په خپله خوښه کوي”

د افغانستان کرکټ بورډ د ختيځ زون پخوانى مسوول او د رسنيو برخې پخوانى کارمند بختيار ساحل وايي، چې د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان د روزونکي او غوراوي کمېټې مشر خبره نه مني او هر څه په خپله خوښه ترسره کوي.

بختيار ساحل له انعکاس ټلويزيون سره په خپله وروستۍ مرکه کې، چې د کرکټ بورډ په تړاو يې خبرې کولې، وويل چې په اصغر افغان کې پخوا هم دا خبره وه چې هغه به هر څه په خپله کول او اوس هم هر څه په خپله کوي.

نوموړي په کابل کې د وروستي تمريناتي کمپ په اړه وويل، چې دغه تمريناتي کمپ ته ټول لوبغاړي اصغر افغان او د غوراوي کمېټې مشر په خپله خوښه ټاکلي و او د غوراوي کمېټې له نورو غړو سره پکې مشوره نه وه شوې، چې له همدې امله رييس احمدزي له غوراوي کمېټې څخه استعفا ورکړه.

اصغر افغان

د خپرونې د کوربه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ويل کېږي اصغر افغان په لوبډله کې يوازې هغه لوبغاړي لوبوي چې د هغه خوښ وي، لکه نجيب تره کى چې په لوبډله کې نه اخيستل کېږي، بختيار ساحل وويل، چې نجيب تره کى او شبير نوري هغه لوبغاړي و، چې ورسره ظلم شوى دى، دوى په بېلا بېلو بهانو له لوبډلې کېنول شو او کرکټ يې ورک شو.

نوموړي زياته کړه، چې نجيب تره کى اوس هم د شل اوريزو لوبو تکړه لوبغاړى دى او که ولوبېږي نو ښايي ډېر ريکارډونه جوړ کړي، همدا راز شبير نوري هم د يو ورځنيو لوبو ښه لوبغاړى و.

بختيار ساحل وويل، چې اصغر افغان وايي چې نه غواړم ملي لوبډلې ته په اسانۍ يو لوبغاړى راشي، هر څوک چې ملي لوبډلې ته راځي نو بايد ډېرې سختۍ تېرې کړې.

بختيار ساحل
بختيار ساحل

نوموړي ملي لوبډلې ته د کريم جنت د راوستو په اړه وويل، چې په کوم وخت کې کريم جنت ملي لوبډلې ته راوستل شو، هغه وخت کې د کريم جنت ضرورت نه و، ځکه ګلبدين نايب او ميروېس اشرف په ملي لوبډله کې لوبېدل. هغه زياته کړه چې اوس کريم جنت په کورنيو سياليو کې ښه ځلېږي، خو عظمت الله عمرزى يو له هغه لوبغاړو څخه دى چې د کريم جنت نه ښه لوبغاړى ثابت شي.

بختيار ساحل همدا راز په دغه مرکه کې دا هم وويل، چې کله عاطف مشعل د کرکټ بورډ عمومي مشر وټاکل شو، نو له هغه وخت راهيسې کرکټ سياسي شو او سياست دې ځاى ته راورساوه.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …