کورپاڼه / کرکټ / ١٤ کاله مخکې په نن ورځ سنګاکارا او جى وردنى د ٦٢٤ منډو ملګرتيا ريکارډ جوړ کړى و
مهيلا جى وردنى او کمار سنګاکارا

١٤ کاله مخکې په نن ورځ سنګاکارا او جى وردنى د ٦٢٤ منډو ملګرتيا ريکارډ جوړ کړى و

له نن څخه ١٤ کاله مخکې د سريلانکا مخکښو توپوهونکو کمار سنګاکارا او مهيلا جى وردنى د ټېسټ کرکټ په تاريخ کې تر ټولو ستره ملګرتيا جوړه کړې وه، چې دواړو درې ورځې توپوهنه ترسره کړې وه.

دغه لوبه د سريلانکا او سويلي افريقا ترمنځ په ٢٠٠٦ کال کې د جولاى په ٢٧-٣١ نېټه ترسره شوه. په پيل کې سويلي افريقا لومړۍ پاڼۍ ترسره کړه چې ١٦٩ منډې يې وکړې، خو سريلانکا په خپله پاڼۍ کې بيا ستره توپوهنه ترسره کړه چې ٧٥٦ منډې يې وکړې او پنځه لوبغاړي يې سوځېدلي و، چې خپله پاڼۍ يې بيا ختمه يا ډيکلېر کړه.

سويلي افريقا په دويمه پاڼۍ کې ٤٣٤ منډې وکړې او د يوې پاڼۍ او ١٥٣ منډو په توپير يې سريلانکا ته لوبه وبايلله.

په دغه لوبه کې د سريلانکا له لوري کمار سنګاکارا او مهيلا جى وردنى د ټېسټ کرکټ په تاريخ کې تر ټولو ستره ملګرتيا ترسره کړه او پخوانى ريکارډ يې مات کړ، دوى په ګډه ٦٢٤ منډې وکړې، چې مهيلا جى وردنى ٣٧٤ او کمار سنګاکارا په ٢٨٧ منډو وسوځېدل.

په دغه لوبه کې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هم مهيلا جى وردنى ترلاسه کړه.

مهيلا جى ودرنى او کمار سنګاکارا نه مخکې په ټېسټ لوبو کې د زياتو منډو د ملګرتيا ريکارډ هم د سريلانکايي لوبغاړو سره و، په ١٩٩٧ کال کې سريلانکا د هند پر وړاندې په ټېسټ لوبه کې سانت جى سوريا او روشن مهانما د زياتو منډو ملګرتيا جوړه کړې وه. دواړو په دويمه ويکټ ٥٧٦ منډې ملګرتيا کړې وه، چې دا ريکارډ بيا جى وردنى او سنګاکارا مات کړ.

د سريلانکا او هند ترمنځ په دغه لوبه کې لومړى هند د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ٥٣٧ منډې وکړې او خپله پاڼۍ يې ختمه کړه، وروسته چې کله سريلانکا توپوهنه ترسره کړه نو د ٦ لوبغاړو په سوځېدو يې ٩٥٢ منډې وکړې. د پنځه ورځو ختمېدو سره دا لوبه بې نتيجې پاى ته ورسېده.

Loading...

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …