کورپاڼه / کرکټ / د کرکټ بورډ رسمي ټويټر او فېسبوک لطف الله ستانکزي قبضه کړي
لطف الله ستانکزى، فېسبوک، ټويټر

د کرکټ بورډ رسمي ټويټر او فېسبوک لطف الله ستانکزي قبضه کړي

د افغانستان کرکټ بورډ پخواني اجراييوي رييس لطف الله ستانکزي د کرکټ بورډ رسمي ټويټر او رسمي فېسبوکپاڼه په خپله قبضه کې اخيستي دي.

لطف الله ستانکزى چې د جولاى په ٢٧مه نېټه له دندې څخه ګوښه شو، ويل کېږي چې د کرکټ بورډ د ټولنيزو رسنيو پاڼې يې هم له ځان سره ساتلي دي.

د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي و، چې لطف الله ستانکزى د خرابې کارکردګۍ، مديريتي بې غورۍ او له مديرانو سره د بد سلوک له امله له دندې ګوښه کړى شوى دى. په ياد خبرپاڼه کې ويل شوي و، چې لطف الله ستانکزى ته له دې مخکې هم څو څو ځلې په ليکلي ډول د فرهان يوسفزي له لوري وارننګ ورکړل شوى و.

کرکټ بورډ کې ځينو سرچينو خپلواک وېبپاڼې ته وويل، چې د لطف الله ستانکزي د ګوښه کېدو خبر له خپرېدو سره سم هغه د کرکټ بورډ د رسمي فېسبوکپاڼې نه ټول کسان ليرې کړې دي او همدا راز د ټويټر اکاونټ يې هم په خپل واک کې اخيستى دى.

د افغانستان کرکټ بورډ فېسبوکپاڼه

د جولاى له ٢٧مې نېټې راوروسته د کرکټ بورډ په فېسبوکپاڼه او ټويټر کې تراوسه پورې هېڅ پوسټ يا ټويټ نه دى شوى.

د کرکټ بورډ هغه خبر، چې د لطف الله ستانکزي د ليرې کېدو په اړه و، هم د کرکټ بورډ په وېبپاڼه خپور شوى و، چې عمومي رييس فرهان يوسفزي په خپل فېسبوک کې هم خپور کړى و.

د افغانستان کرکټ بورډ ټويټر

همدا راز پرون د ملي بېرغ ورځ وه، خو په دغه ورځ هم د کرکټ بورډ له رسمي فېسبوکپاڼې څخه هېڅ پوسټ ونه شو، حال دا چې د ملي بېرغ په ورځ د فرهان يوسفزي له فېسبوکپاڼې څخه يوه ويډيو خپره شوې وه.

د کرکټ بورډ سرچينې وايي، چې د کرکټ بورډ د اى ټي څانګه په دې هڅه کې ده چې د کرکټ بورډ رسمي فېسبوکپاڼه او ټويټر اکاونټ بېرته ترلاسه کړي.

د يادولو وړ ده چې نن د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزى له رسنيو سره خبري ناسته هم لري او د کرکټ بورډ د رسنيو څانګه وايي، چې د ځينو مهمو موضوعاتو په اړه به له رسنيو سره معلومات شريک کړي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …