کورپاڼه / هنر او کلتور / د پښتو ډرامو مشهور هنرمند جهانګير عادل ومړ
جهانګير عادل

د پښتو ډرامو مشهور هنرمند جهانګير عادل ومړ

په پښتونخوا کې د پښتو ډرامو مشهور هنرمند جهانګير عادل په يوه ټرافيکي پېښه کې ومړ، چې نن خاورو ته وسپارل شو.

د معلوماتو له مخې، جهانګير عادل له کلونو راهيسې په پښتو ډرامو کې کار کاوه، چې د ټلويزيونونو تر څنګ يې په سي ډي ډرامو، فلمونو او تياتر کې هم کار کړى و. هغه يو تکړه هنرمند و، چې د کومېډي تر څنګ يې بېلا بېل رولونه په ښه ډول لوبولي و.

جهانګير عادل غريب خو قوم پرست و، هغه د پښتون ملتپال ګوند عوامي نېشنل ګوند غړى و او د هغوى په غونډو کې به تر ډېره ليدل کېده.

ارواښاد جهانګير عادل په يوه کومېډي ډرامه کې د (ماکو) کردار په لوبولو سره ډېر شهرت ترلاسه کړى و.

جهانګير عادل نن د سه شنبې په ورځ، د جولاى په ٢٩مه نېټه په يوه ټرافيکي پېښه کې ومړ، چې په چارسده کې يې جنازه ترسره شوه او خاورو ته وسپارل شو.


د عوامي نېشنل ګوند د ملګري هنرمندانو کمېټې د جهانګير عادل په مړينه غمرازي ښکاره کړې ده او ويلي يې دي چې د هنر لپاره د جهانګير عادل خدمتونه د هېرولو نه دي.

جهانګير عادل د عوامي نېشنل ګوند د ملګري هنرمندانو د کمېټې غړى هم و او د هنرمندانو د حقونو لپاره به يې په هر ځاى کې غږ هم پورته کولو.

د عوامي نېشنل ګوند د پښتونخوا مشر اېمل ولي خان هم د ارواښاد په مړينه غمرازي کړې ده. هغه په يو ټويټ کې ليکلي دي، چې جهانګير عادل د بابا د فکر کلک ملګرى، د ټي وي او رېډيو لوى هنرمند نن د دې نړۍ نه سترګې پټې کړي.

هغه ليکي، هغه (جهانګير عادل) تل د بابا د فکر شمع بله ساتله و د خپل ژوند په سختو لمحو کې هم د قامي تحريک سره لکه د غر ولاړ و. جهانګير لالا به تل زموږ په زړونو کې ژوندى وي.

Loading...

دا هم ولولئ

نواز الدين صديقي

نواز الدين صديقي هم غوښتل چې رنګ يې سپين شي

د هندي فلمونو مشهور هنرمند نواز الدين صديقي وايي، چې يو وخت هغه هم د …