کورپاڼه / هنر او کلتور / ويراټ کوهلي: انوشکا له ما نه ښه انسان جوړ کړ
انوشکا شرما او ويراټ کوهلي

ويراټ کوهلي: انوشکا له ما نه ښه انسان جوړ کړ

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکى ويراټ کوهلي وايي، چې د هغه مېرمن انوشکا شرما له هغه څخه ښه انسان جوړ کړى دى.

د هندي فلمونو مشهورې هنرمندې انوشکا شرما او ويراټ کوهلي په ٢٠١٧ کال کې واده وکړ، چې د دواړو جوړي په هند کې ډېره مشهوره ده.

د کورونا ويروس له امله په هند کې ګرځبندېز لګېدلى دى چې ټولې چارې بندې دي او دا دواړو ته ښه بهانه شوه چې له يو بل سره ډېر وخت نږدې تېر کړي، ځکه انوشکا شرما په خپله يوه مرکه کې ويلي و، چې دواړه په خپلو کارونو کې مصروفه و او د يو وخت ډوډۍ خوړلو لپاره به يې هم يو او بل هېواد ته سفر کاوه.

انوشکا شرما او ويراټ کوهلي ١

ويراټ کوهلي په انسټاګرام کې په ژوندۍ بڼه په خبرو کې وويل، چې که چېرته انوشکا شرما سره يې نه واى ليدلي او هغه يې ژوند ته نه وه راغلې، نو ښايي اوس يو بل ډول انسان واى.

هغه وويل، چې انوشکا شرما چې مې له کله راهيسې په ژوند کې راغلې ده، نو په ما کې يې ډېر بدلون راوستى دى او له ما څخه يې يو ښه انسان جوړ کړى دى. نوموړى وايي چې مخکې زه ډېر تريخ وم، خو انوشکا په دې پوه کړم چې زما ذمه وارۍ څه دي، زه له خلکو سره بايد څنګه ووينم، څه ډول خبرې وکړم، څنګه کېنم، نو په بشپړ ډول يې زه بدل کړى يم.

ويراټ کوهلي او انوشکا شرما ٣

ويراټ کوهلي همدا راز وويل، چې د انوشکا شرما سره په واده کولو هغه ډېر خوشحاله دى، ځکه پوهېږي چې دواړه د يو بل لپاره جوړ شوي دي او ګډ ژوند يې ډېر له خوښيو ډک دى.

د يادولو وړ ده چې ويراټ کوهلي او انوشکا شرما دواړه په خپلو خپلو برخو کې ډېر مشهور کسان دي، چې په ميليونونو مينه وال لري.

Loading...

دا هم ولولئ

افسر ځاځى

د ملي لوبډلې لوبغاړى افسر ځاځى ٢٧ کلن شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ويکټ ساتونکى او توپوهونکى افسر ځاځى ٢٧ کلن شو، هغه …