کورپاڼه / بېلا بېل / د ټک ټاک ٥ مشهورې نجونې په بند محکومې شوې
مصرۍ نجونې

د ټک ټاک ٥ مشهورې نجونې په بند محکومې شوې

په اسلامي هېواد مصر کې د ټک ټاک پنځه مشهورې کارکوونکې نجونې په بند محکومې شوې او همدا راز جريمه هم شوې.

د ډېلي مېل د راپور په وېنا، دغه پنځه نجونې چې ويل کېږي د ټک ټاک ويډيوګانو کې يې کوچني کالي اچولي و، په ٢-٢ کاله بند محکومې شوې او همدا راز ٣٠٠ زره مصري پاونډه جريمه شوې هم دي.

ډېلي مېل په خپل راپور کې ليکي، محکمې د ټک ټاک مشهورو نجونو حنين حسام، مواد او الادهم په ٢-٢ کاله بند محکومې کړې دي، دې درې واړو په ګډه يوه ويډيو جوړه کړې وه، چې خلکو يې په اړه پوليسو ته شکايتونه کړي و.

په راپور کې ويل شوي، حنين حسام د اپريل په مياشت کې پوليسو نيولې وه، په هغې دا تور هم و چې د ټک ټاک په يوه ويډيو کې نجونو ته د پېسو ګټلو چل ښودلى و.

پوليس وايي، چې په دغه ويډيو کې هغې د مصر نجونې بدن پلورنې ته هڅولې وې.

د مصر يوې محکمې بيا د دوى په ګډون ټولې پنځه نجونې په بند محکومې کړې دي. محکمې ويلي دي چې دا نجونې يې د مصرۍ ټولنې د کلتور ماتولو او خلکو ته په ازار رسولو په بند محکومې کړې دي.

د يادولو وړ ده چې تر دې مخکې هم په مصر کې يوه مشهوره نڅاګره په پنځه کاله بند محکومه شوې وه. دغه نڅاګره سما المصري نومېده چې د بېلي نڅا مشهوره نڅاګره وه.

سما المصري هم په ټک ټاک يوه داسې ويډيو خپره کړې وه، چې خلکو يې په اړه شکايتونه کړي و، وروسته سما المصري پوليسو ونيوله او محکمې د غېر اخلاقي ويډيو جوړولو له امله په بند محکومه کړه. که څه هم هغې په محکمه کې وويل چې دا ويډيو ترې بل چا غلا کړې او خپره کړې يې ده، خو محکمې يې خبره ونه منله.

Loading...

دا هم ولولئ

هندواڼې

په ٦٠ ثانيو کې په سر د ايښودل شويو هندواڼو نړيوال ريکارډ جوړ شو

د مالېزيا اوسېدونکي په ٦٠ ثانيو کې د ٥٠ هندواڼو پرې کولو نړيوال ريکارډ جوړ …