کورپاڼه / سياست او روانې چارې / نن به د حج ستر رکن عرفه ادا شي، حاجيان منى ته رسېدلي دي
حج

نن به د حج ستر رکن عرفه ادا شي، حاجيان منى ته رسېدلي دي

نن د حج ستر رکن عرفه ادا کېږي، د عرفات په مېدان کې به د سعودي عربستان مفتي اعظم د حج خطبه ووايي، حاجيان منى ته رسېدلي دي، د حج خطبه به په نمره جومات کې وويل شي.

د رسنيو د راپورونو په وېنا، د حج ستر رکن عرفه به نن ادا شي، د مازيګر او ماښام لمونځ پر مهال به وقوف شي چې حاجيان به له خداى تعالى څخه ځانګړې دعاګانې غواړي، حاجيان به له منى څخه مزدلفه ته ځي او د ماښام او ماسخوتن لمونځونه به يو ځاى کوي او په مزدلفه کې به شپه تر اسمان لاندې تېروي.

د حج خطبه به په نمره جومات کې ويل کېږي، د حج خطبه په ١٠ ژبو کې نشرېږي او حاجيان به د ماسپښين او مازيګر لمونځونه ګډ ادا کړي.

سږکال به په مزدلفه کې د شېطان ويشتلو لپاره حاجيان کاڼي په خپله نه شي راغونډولى، بلکې د حکومت له لوري به ورته ورکول کېږي.

سبا سهار به د سهار د لمانځه وروسته حاجيان شېطان په کاڼو وولي، له هغه وروسته به قرباني وکړي، سرونه به وخريي او احرامونه به ليرې کړي.

د حج پر مهال د مکې مکرمې په منى او عرفات مېدان کې باران هم وشو، چې موسم يې لا ډېر ښکلى کړ، د باران پر مهال په مسجد الحرام کې د کعبې غلاف هم بدل شو. ويل کېږي چې د حج پر مهال به پرلپسې بارانونه وشي.

د حج پر مهال د کورونا د مخنيوي لپاره احتياطي تدابير هم په سختۍ سره پلي کېږي. د سعودي رسنيو د راپورونو په وېنا، له اجازې پرته د حج ځايونو ته په ورتګ ٢٤٤ کسان نيول شوي دي، دغه سيمو ته د ذي الحجې تر ١٢مې نېټې پورې پرته له اجازې ورتګ منع دى. پرته له اجازې دغه ځايونو ته په ورتګ ١٠ زره رياله جريمه ده.

Loading...

دا هم ولولئ

نريندرا مودي

مودي د بابري جومات په ځاى د رام مندر د بنسټ ډبره کېښوده

د هند لومړي وزير نريندرا مودي نن د تاريخي بابري جومات په ځمکه د رام …