کورپاڼه / کرکټ / ګلبدين نايب او شرف الدين اشرف د دويم پړاو APL په اعلان خوښي ښکاره کړې
شرف الدين شرف او ګلبدين نايب

ګلبدين نايب او شرف الدين اشرف د دويم پړاو APL په اعلان خوښي ښکاره کړې

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري په ٢٠١٨ کال کې د افغانستان غوره ليګ APL په لومړي ځل په متحده عربي اماراتو کې ترسره شو، خو تېر کال ٢٠١٩ کال دا ليګ د پخواني اجراييوي رييس لطف الله ستانکزي له لوري لغوه شو.

نوموړي وويل، چې په دې ليګ کې فساد شوى دى او همدا راز له سنکسر سپورټ سره يې د کرکټ بورډ قرارداد هم لغوه کړ. له خبريالانو سره په يوه ناسته کې هغه دا هم ويلي و، چې افغانستان غوره ليګ د قمار لپاره جوړ شوى و.

خو د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي تېره ورځ په کابل کې په خبري ناسته کې وويل، چې کرکټ بورډ به د شپږيزې کرکټ ليګ تر څنګ افغانستان غوره ليګ هم په ښه ډول ترسره کړي.

د افغانستان غوره ليګ د دويم پړاو ترسره کولو تر اعلان وروسته د ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او الراونډر ګلبدين نايب او شرف الدين اشرف د دې ليګ د دويم پړاو په اعلان خوښي ښکاره کړې ده.

ګلبدين نايب په ټويټر کې له فرهان يوسفزي مننه کړې ده چې د اې پي ايل دويم پړاو يې اعلان کړ. نوموړي ليکلي دي، چې دا د لوبغاړو لپاره ستر چانس دى چې د سينئير لوبغاړو تر څنګ پکې خپلې وړتياوې ښکاره کړي.


همدا راز شرف الدين اشرف ليکلي دي، چې هغه سږکال د افغانستان غوره ليګ ته ډېر په تمه دى، ځکه دا د وړتياوو ښکاره کولو لپاره غوره ځاى دى.

نوموړى همدا راز ليکي، چې دا ليګ د کورني کرکټ په چوکاټ کې تر ټولو معياري او د ډېر عايد درلودونکى ليګ و، چې د ملي لوبغاړو تر څنګ په کورني لوبغاړو ته هم دا زمينه برابره شوه چې د نړيوالو لوبغاړو او نړيوالو روزونکو د څارنې لاندې په معياري ډول لوبې ترسره کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

محمد شهزاد

زمبابوې د افغانستان بوديجه بچت کړه

ليکوال : ابراهيم مومند د شړل شوي لطف الله ستانکزي په مشرۍ د افغانستان کرکټ …