کورپاڼه / سياست او روانې چارې / سروې: ٤٢ سلنه افغانان د ولسمشر له کارونو خوښ دي، خو ٤٠ سلنه ترې ناخوښه دي
اشرف غني

سروې: ٤٢ سلنه افغانان د ولسمشر له کارونو خوښ دي، خو ٤٠ سلنه ترې ناخوښه دي

د تازه غېر علمي سروې له مخې، د ولسمشر محمد اشرف غني له کارونو او حکومت څخه ٤٢ سلنه افغانان سل سلنه خوښ دي او ٤٠ سلنه افغانان بيا د هغه له کارونو څخه ناخوښه دي.

دا يوه غېر علمي سروې ده، چې د خپلواک وېبپاڼې په فېسبوکپاڼه کې ترسره شوه، چې تر پنځه زرو څخه زياتو کسانو پکې ګډون وکړ.

د ولسمشر غني په اړه سروې

په دغه سروې کې له خلکو څخه غوښتنه شوې وه، چې د ولسمشر غني له کارونو څومره خوښ دي، چې په دې کې له ١٠٠ څخه تر ٠ پورې نومرې ورکړل شوې وې.

له پنځه زرو څخه زياتو کسانو کې بيا له ٢١٠٠ څخه زياتو کسانو د ولسمشر غني په کارونو سل سلنه خوښي ښکاره کړه او وې ويل چې دوى د هغه له کارونو سل سلنه خوښ دي.

خو تر ٢٠٠٠ زياتو کسانو بيا د ولسمشر غني په کارونو ناخوښي ښکاره کړه او وې ويل چې د هغه له کارونو هېڅ رضايت نه لري او نوموړي ته يې صفر نومرې ورکړې.

په دې غېر علمي سروې کې بيا پنځه سلنه کسانو د ولسمشر غني له کارونو څخه ٨٥ سلنه خوښي ښکاره کړه او پنځه سلنه کسانو بيا وويل چې د هغه له کارونو څخه ١٠ سلنه خوښ دي.

څلور سلنه کسان هغه و، چې وې ويل چې د ولسمشر غني له کارونو څخه پنځوس سلنه خوښ دي، دوه سلنه کسانو بيا د نوموړي له کارونو ٢٥ سلنه رضايت وښود او ١ سلنه کسانو بيا وويل چې د ولسمشر غني له کارونو څخه ٦٥ سلنه خوښ دي.

د سروې پايلې

د يادولو وړ ده، چې يو ځل بيا دا خبره تکراراً کوو، چې دا يوه غېر علمي سروې وه، چې د خپلواک وېبپاڼې د فېسبوکپاڼې په مرسته ترسره شوه، په دې سروې کې له خلکو څخه غوښتنه شوې وه چې د ولسمشر غني کارونو څخه څومره خوښ دي؟ هغوى ته له ١٠٠ څخه تر صفر پورې د نومرو ورکولو غوښتنه شوې وه، چې تر پنځه زرو څخه زياتو کسانو په دې غېر علمي سروې کې ګډون وکړ.

Loading...

دا هم ولولئ

نريندرا مودي

مودي د بابري جومات په ځاى د رام مندر د بنسټ ډبره کېښوده

د هند لومړي وزير نريندرا مودي نن د تاريخي بابري جومات په ځمکه د رام …