کورپاڼه / کرکټ / فرهان يوسفزي له اى سي سي سره د کرکټ بورډ پرمختګونه شريک کړل
فرهان يوسفزى

فرهان يوسفزي له اى سي سي سره د کرکټ بورډ پرمختګونه شريک کړل

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) سره په ويډيويي بڼه د افغانستان کرکټ بورډ پلانونه او پرمختګونه شريک کړل.

د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو څانګه وايي، چې د کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان يوسفزي د ويډيو کنفرانس له لارې د کرکټ نړيوالې شورا د مشرتابه په مهالنۍ ناسته کې ګډون وکړ.

کرکټ پورډ وايي، چې په دغه ناسته کې د کرکټ نړيوالې شورا غړو ته د افغانستان کرکټ بورډ په راتلونکو پلانونو او په ټوله کې د کرکټ په ډګر کې پر بېلا بېلو پرمختګونو خبرې وشوې.

دوى زياتوي، همدا رنګه په دغه ناسته کې د کرکټ نړيوالې شورا مشرتابه هم له افغانستان کرکټ بورډ سره د خپلو هر ډول همکاريو ډاډ ورکړ.

د يادولو وړ ده چې تېره ورځ د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي په يوه خبري ناسته کې وويل، چې په کابل کې به د کرکټ معياري لوبغالى جوړ کړي.

همدا راز نوموړي وويل، چې په تېر يو کال کې يې په کرکټ بورډ کې ډېر اصلاحات راوستي دي او په لسګونو هغه کارکوونکي يې له کرکټ بورډ څخه ګوښه کړي دي، چې په واسطو او اړيکو باندې مقرر شوي و.

نوموړي دا هم وويل، چې اوس ځينې بستونه په کرکټ بورډ کې خالي دي، دغه بستونه يې اعلان ته ورکړي دي او د ازاد رقابت له لارې به ورته وړ کسان وګمارل شي.

فرهان يوسفزي په خپلو خبرو کې دا هم وويل، چې کله هغه د کرکټ بورډ عمومي رييس وټاکل شو، نو بوديجه يې له کسر سره مخ وه، خو اوس دوى د بوديجې د ډېرښت پر لوري روان دي.

هغه د شپږيزې کرکټ ليګ او افغانستان غوره ليګ په اړه وويل، چې دواړه به د کرکټ بورډ له لوري په ښه ډول ترسره شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …