کورپاڼه / روغتيا / روسيه ادعا کوي چې د کورونا واکسين به تر ټولو مخکې وړاندې کړي
کورونا واکسين

روسيه ادعا کوي چې د کورونا واکسين به تر ټولو مخکې وړاندې کړي

روسيه ادعا لري چې د نړۍ لومړنى هېواد به شي چې د کورونا واکسين به تر نورو مخکې منظور او خلکو ته وړاندې کړي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، په روسيه کې د کورونا واکسين کلينيکي ازمايښت وروستۍ مرحلې ته رسېدلى دى او د ګټور ثابتېدو سره سم به د اګست په لومړيو کې د کارولو منظوري يا اجازه ورکړل شي.

په روسيه کې د کورونا د مخنيوي لپاره په درې واکسينونو کار روان دى او ولسمشر ويلاديمير پوټين وايي، چې په دوى کې يو په وروستۍ مرحله کې دى چې دا د دوى لپاره د وياړ خبره ده.

د روسيې مرستيال ولسمشر تاتيانا ګوليکووا يوې غونډې ته په وېنا کې وويل، چې په درې واکسينونو کې يو يې په وروستۍ مرحله کې دى او امکان شته چې راتلونکې مياشت منظوري ورکړل شي.

نوموړي وويل، چې په ١٦٠٠ کسانو باندې کلينيکي ازمايښت ترسره کېدو وروسته به په اګست کې د دې واکسين د منظورۍ چارې ترسره شي.

نوموړي همدا راز وويل، چې په لويه کچه د دې واکسينونو د جوړولو کار ښايي تر سپتمبر مياشتې پورې پيل شي.

په روسيه کې د کلينيکي ازمايښت چټکېدو سره سم د دې واکسين د ګټورتوب په اړه نيوکې هم شوې دي، خو د روسيې ولسمشر خلکو ته ويلي دي، چې تر څو پورې دا واکسين په بشپړ ډول خوندي او ګټور نه وي، تر هغې پورې به يې د کارولو اجازه ور نه کړي.

د هغه درملو شرکت مشر، چې دا واکسين جوړوي، ډاکټر ديميتريو له سي اين اين سره په خپله مرکه کې ويلي و، چې دوى په دې هڅه کې دي چې د اګست تر ١٠مې نېټې پورې د دې واکسين منظوري ترلاسه کړي او داسې به دا لومړنى واکسين شي چې منظور به شي.

نوموړي وويل، چې د دې واکسين له منظورۍ وروسته به روسيه په نړۍ کې لومړنى هېواد شي چې دا وياړ به ترلاسه کړي، هغه وويل چې دا زموږ لپاره داسې ده لکه په ١٩٥٧ کال کې چې روسيې لومړنى سټېلايټ جوړ کړى و.

Loading...

دا هم ولولئ

د غاښونو بورس کول

هغه خلک چې غاښونه نه بورس کوي، په سرطان اخته کېداى شي

روغتياپالانو خلکو ته خبردارى ورکړى دى، چې د غاښونو نه بورس کول ستاسې د خولې …