کورپاڼه / کرکټ / انګلستان په ډېرې اسانۍ سره د ايرلېنډ لوبډله ماته کړه
اوين مورګن

انګلستان په ډېرې اسانۍ سره د ايرلېنډ لوبډله ماته کړه

د انګلستان او ايرلېنډ ترمنځ تېره ورځ لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه ترسره شوه، چې انګلستان پکې په ډېرې اسانۍ سره د ٦ ويکټو په توپير بريا خپله کړه.

دا لوبه چې د انګلستان په ساوتهمپټن کې ترسره شوه، انګلستان د لوبې پچه وګټله او ايرلېنډ ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

د ايرلېنډ ټوله لوبډله په ٤٤.٤ اورونو کې د ١٧٢ منډو په جوړولو سره وسوځېدله، چې کرټس کېمپر ٥٩ ناسوځېدلې او انډي مکبراين ٤٠ منډې وکړې.

د انګلستان له لوري ډيويډ ويلي په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، چې په ٨.٤ اورونو کې يې د ٣٠ منډو په بدل کې ٥ لوبغاړي وسوځول، همدا راز ثاقب محمود ٢، عادل رشيد او ټام کران ١-١ ويکټ واخيسته.

د ١٧٤ منډو هدف د انګلستان لوبډلې په ٢٧.٥ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٦ ويکټو په توپير يې په لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې بريا خپله کړه.

د انګلستان لپاره سام بيلينګس ٦٧ ناسوځېدلې او لوبډلمشر اوين مورګن ٣٦ ناسوځېدلې منډې وکړې او خپله لوبډله يې بريا ته ورسوله.

د ايرلېنډ له لوري کرېګ ينګ ٢، انډي مکبراين او کرټس کېمپر ١-١ ويکټ واخيسته.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ډيويډ ويلي ترلاسه کړه، چې نوموړي په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړې وه او پنځه ايرلېنډي لوبغاړي يې سوځولي و.

دا د انګلستان او ايرلېنډ ترمنځ د درې نړيوالو يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ لومړۍ لوبه وه، چې د کرکټ نړيوال جام سوپر ليګ لوبې دي، چې پيل يې د همدې لوبډلو ترمنځ وشو.

په دې لوبه کې د ايرلېنډ له لوري هېري ټکټور او کرټس کېمپر په لومړي ځل ولوبېدل چې دا يې نړيواله يو ورځنۍ لوبه وه.

د انګلستان او ايرلېنډ ترمنځ به دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه د اګست په لومړۍ نېټه ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

عظمت الله عمرزى، نجيب الله ځدراڼ، درويش رسولي، کريم جنت، قيس احمد او فضل حق

ابوظهبي ټي ١٠ ليګ سبا پيلېږي، په اړه يې ټول معلومات دلته ولولئ

د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ سياليو څلورم پړاو سبا په ابوظهبي کې پيلېږي، چې ٨ …