کورپاڼه / کرکټ / انګلستان په ډېرې اسانۍ سره د ايرلېنډ لوبډله ماته کړه
اوين مورګن

انګلستان په ډېرې اسانۍ سره د ايرلېنډ لوبډله ماته کړه

د انګلستان او ايرلېنډ ترمنځ تېره ورځ لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه ترسره شوه، چې انګلستان پکې په ډېرې اسانۍ سره د ٦ ويکټو په توپير بريا خپله کړه.

دا لوبه چې د انګلستان په ساوتهمپټن کې ترسره شوه، انګلستان د لوبې پچه وګټله او ايرلېنډ ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

د ايرلېنډ ټوله لوبډله په ٤٤.٤ اورونو کې د ١٧٢ منډو په جوړولو سره وسوځېدله، چې کرټس کېمپر ٥٩ ناسوځېدلې او انډي مکبراين ٤٠ منډې وکړې.

د انګلستان له لوري ډيويډ ويلي په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، چې په ٨.٤ اورونو کې يې د ٣٠ منډو په بدل کې ٥ لوبغاړي وسوځول، همدا راز ثاقب محمود ٢، عادل رشيد او ټام کران ١-١ ويکټ واخيسته.

د ١٧٤ منډو هدف د انګلستان لوبډلې په ٢٧.٥ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٦ ويکټو په توپير يې په لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې بريا خپله کړه.

د انګلستان لپاره سام بيلينګس ٦٧ ناسوځېدلې او لوبډلمشر اوين مورګن ٣٦ ناسوځېدلې منډې وکړې او خپله لوبډله يې بريا ته ورسوله.

د ايرلېنډ له لوري کرېګ ينګ ٢، انډي مکبراين او کرټس کېمپر ١-١ ويکټ واخيسته.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ډيويډ ويلي ترلاسه کړه، چې نوموړي په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړې وه او پنځه ايرلېنډي لوبغاړي يې سوځولي و.

دا د انګلستان او ايرلېنډ ترمنځ د درې نړيوالو يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ لومړۍ لوبه وه، چې د کرکټ نړيوال جام سوپر ليګ لوبې دي، چې پيل يې د همدې لوبډلو ترمنځ وشو.

په دې لوبه کې د ايرلېنډ له لوري هېري ټکټور او کرټس کېمپر په لومړي ځل ولوبېدل چې دا يې نړيواله يو ورځنۍ لوبه وه.

د انګلستان او ايرلېنډ ترمنځ به دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه د اګست په لومړۍ نېټه ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

محمد شهزاد

زمبابوې د افغانستان بوديجه بچت کړه

ليکوال : ابراهيم مومند د شړل شوي لطف الله ستانکزي په مشرۍ د افغانستان کرکټ …